د ټوېټر مشر ته د ايران د ولسمشر پېغام

Image caption د ايران نوى ولسمشر ټوېټر د ډيپلوماسۍ د يوې وسيلې په توگه کاروي.

د ايران د ولسمشر حسن روحاني له لوري د ټوېټر کارېدونکي حساب ( گڼون) د ټويټر د بنسټ اېښوونکي سره له همدې لارې پيغامونه تبادله کړي دي.

له دې سره دا اټکلونه ډېر شوي چې گواکې په ايران کې به د خواله پر رسنيو لگېدلى بنديز پورته شي.

د ټوېټر مشر جک دورسي تېره سه شنبه د ښاغلي روحاني د ټوېټر پر گڼون وليکل: " آيا د ايران خلک پر ټوېټر ستاسو ليکنې لوستلى شي؟".

ښاغلي دورسي ته په ځواب کې وليکل شول چې دى هلې ځلې کوي تر څو دا ډاډ تر لاس کړي چې هغوى (د ايران خلک) په آسانۍ سره ټولو نړېوالو مالوماتو ته لاسرسى ومومي، او دا د هغوى حق دى.

د ټوېټر مشر د ښاغلي روحاني په ځواب کې وليکل: " مهرباني وکړئ موږ ته ووايئ چې د دغه حالت د رېښتوني کولو لپاره موږ څه مرسته کولاى شو."

په ايران کې د فېس بوک، ټوېټر او يوټيوب په څېر پر انترنټي پاڼو بنديز لگېدلى دى خو ډېرى ايرانيان د نيمه خصوصي انټرنټي شبکو په کارولو له دغو بنديزونو څخه په څنگ تېرېږي.

د ښاغلي روحاني او د ټوېټر د بنسټ اېښوونکي جک دورسي ترمنځ پر ټوېټر د پيغامونو راکړې ورکړې ډېر اټکلونه را پارولي دي.

Image caption د ټوېټر مشر جک دورسي د ښاغلي روحاني د ټوېټر پر گڼون وليکل: " آيا د ايران خلک پر ټوېټر ستاسو ليکنې لوستلى شي؟"

خو آيا دا په دې مانا ده چې په ايران کې به د خواله پر رسنيو لگېدلى بنديز بې له کوم ځنډه لرې شي؟

دې پوښتنې ته لنډ ځواب دا دى، اړينه نه ده چې داسې دې وشي.

حسن روحاني په ټوېټر کې په انگريزي ژبه ليکنې کوي خو برېښي ډېره لېوالتيا يې دا ده چې بهرنۍ نړۍ ته پيغام ولېږي.

په داسې حال کې چې د ايران ولسمشر او وزيران يې ټوېټر کاروي نور ايرانيان د خواله د رسنيو له کارونې نه منع کړل شوي دي.

د ايران نوى حکومت ټوېټر د ډيپلوماسۍ د يوې وسيلې په توگه کاروي.

موږ بايد دې ته انتظار وباسو چې د ايران د ولسمشر دغه شعار څومره په رېښتوني توگه عملي کېږي.

ورته مطالب