"د 'ورېښمو لار' ناقانونې وېبپاڼې څښتن نيول شوی"

ورېښمو لار پاڼه
Image caption دغې پاڼې داسې اعلانونه خپرول چې د خلکو د کمپيوټرونو د هک کېدو لامل کېدل

پر انټرنېټ د نشه يي توکو او ناقانونه خدمتونو پټ بازار چې په ورېښمو لار پېژندل کېده، د امريکا فډرالي ادارې (اېف بي ای) له لوری تړل شوی دی.

د دغې وېبپاڼې څښتن چې د کمپيوټر هک کولو او د سړي وژونکو په کرايه نيولو اعلانونه يې کول، په سان فرانسېسکو کې نيول شوی دی.

په کليفورنيا کې د بي بي سي خبريال الېسټر لېتهېډ په خپل راپور کې وايي، سېلک روډ (يا د ورېښمو لار) يوه داسې وېبپاڼه ده چې د (Tor) په نامه د انټرنېت په پټه برخه کې ده، او خلکو ته په دې ډول لاسرسی برابروي چې د کمپيوټرونو پېژندنه او ځای يې پټ وي.

دغې وېبپاڼې له دوه نيمو کلونو راهيسې د نشه يي توکو او داسې خدمتونو اعلانونه خپرول چې د خلکو کمپيوټرونه هک شي، او د کرايې لپاره يې د جعلکارانو او ان سړي وژونکو اعلانونه هم خپرول.

پېرودونکي بېټکوين په نامه سکې کاروي، د انټرنېټ پيسې چې له هېڅ حکومت سره نه، بلکې له کرېډېټ کارډونو سره تړلې، چې د دوی پېژندګلوۍ ساتنه وکړي او د پيسو لېږد د څار له کړۍ بهر کړي.

د امريکا د پلټنو فدرالي ادارې (FBI) دغه وېبپاڼه تړلې او څښتن يې چې ۲۹ کلن او راس وېليم البرېچ نومېږي، په سانفرانسېسکو کې نيولی دی.

د (FBI) پټو افسرانو د (ورېښو لار) له دغې وېبپاڼې د نشه يي توکو، او خدمتونو ترسلاه کولو لپاره کار اخيستی، او اوس يې څښتن د نشه يي توکو قاچاق کې پر توطيې او هم د هکو کولو او پيسو مينځلو پر توطيې تورن کړی دی.

د ده د نيولو پر مهال د ۳ نيم ميليونه ډالرو په ارزښت د بېټ کوين پيسې هم نيول شوې دي.

جايي سندونه چې په نيويارک کې خپاره شوي، د (سېلک روډ) وېبپاڼه نن ورځ پر انټرنېټ تر ټولو پېچلی او پراخ جنايي بازار بللی دی.

ورته مطالب