بي بي سي ته د کیسه لیکنې سیالي

Image caption هر ګټونکي ته ۲۰۰۰ پونډه او لندن ته د تګ راتګ ټکټونه ورکول کېږي.

د ۲۰۱۳ کال د بي بي سي نړیوال سرویس او برېټېش کونسل لپاره د راډیويي کیسو لیکلو سیالۍ پیل شوې.

آیا تاسو له برتانیا بهر اوسېږئ؟

آیا غواړئ چې راډیويي کیسه مو چې تاسو لیکلې وي، د بي بي سي د نړیوال سرویس میلیونونه اورېدونکي واوري؟

که غواړئ نو همدا یې وخت دی.

دوې لومړنۍ کیسې به جایزې وګټي.

لومړنۍ جایزه هغه لیکوال ته ورکوله کېږي چې انګلیسي یې لومړنۍ ژبه وي او دویمه هغه لیکوال ته چې انګلیسي یې دویمه ژبه وي.

هر ګټونکي ته ۲۰۰۰ پوڼده او لندن ته د تګ راتګ ټکټونه ورکول کېږي چې د جایزې ګټلو په مراسمو کې ګډون وکړي او د خپلو کیسو ثبت وګوري.

د بي بي سي ملاتړې ادارې، پرانستی پوهنتون پر جایزو یو بل انعام هم ورزیات کړی چې د جیورجي مارکوف جایزه ده.

دا جایزه تر ټولو د ښه متن ليکونکي ته ورکول کېږي.

ګټونکی به دوې اوونۍ په لندن کې د بي بي سي نړیوال سرویس د ډرامې له څانګې سره مېلمه وي.

د دې سیالۍ په اړه بشپړ جزییات دلته تر لاسه کولای شئ.

www.bbcworldservice/radioplay