ايټاليا کې له ۳۰۰ د ډېرو کسانو وژل کېدو وېره ده

Image caption تر اوسه څه د پاسه ۱۰۰ مړي موندل شوي، ځينې يې غوپه وهونکو د سمندر له تله راوېستلي

د ايټاليا چارواکي وايي، وېره ده چې د ايټاليا د لمپې دوسا ټاپو ته نژدې د ېوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ښايي تر ۳۰۰ پوري کسان مړه شوي وي.

په دغې بېړۍ کې چې له افريقايي کډوالو ډکه وه لومړى اور ولگېد او بيا وروسته ډوبه شوه. ډیری خلک وروسته له هغه چې پوه شول په بېړۍ کې اور ولګېد، ځانونه يې سمندر ته وروغورځول.

تر اوسه څه د پاسه ۱۰۰ مړي موندل شوي، ځينې يې غوپه وهونکو د سمندر له تله راوېستلي دي.

د سمندر غاړې ساتونکي وايي په پېښه کې ١٥١ کسان ژوندي پاتې دي. راپورونه وايي په دغه ډوبه شوې بېړۍ کې شاوخوا ۵۰۰ کسه سپاره وو.

په داسې حال کې چې د دغه ټاپو په بندر کې مړي په ليکه اېښوول شوي، د ايټاليا لومړي وزير د يو ورځني عمومي وير اعلان کړی دی.

د کاتوليکانو ستر مذهبي مشر پاپ فرانسيس چې په جولاى کې د لمپې دوسا ټاپو ته ورغلى و، د پېښې له امله خواشينې څرگنده کړې ده.

په ايټاليايي ټولنه کې د کډوالو د ور گډولو د چارو وزيرې سي سييل کيه نجې وويل، کډوال له دغې لارې نه يوازې د ايټاليا خاورې، بلکې د اروپايي ټولنې سيمې ته راننوځي، نو په دې لړ کې بايد گډه تگلاره جوړه شي.

اغلې نجې وويل: "مونږ داروپا په کچه د دې مسلې د چارې کولو لپاره يوۀ سيستم ته اړتيا لرو، دغه راز مونږ د هغو هېوادو مرستې ته اړ يو چې د مديترانې د سمندرگي په غاړه پراته دي. مونږ بايد همدا شان د دې کسانو ژغورلو لپاره بشري لارې چارې ولټوو، ځکه چې هغوي د منظمو جنايتونو قربانيان هم دي".

همدا راز د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې يوۀ وياند ادرين ادواردز وويل دا يوه بوږنونکې پېښه وه.

ده ويلي دا بايد وپلټل شي او پام ورته وشي چې ولې خلک دغه راز گام پورته کولو ته اړ کېږي.

ملگري ملتونه اټکل کوي چې د ١٩٩٠ کلونو له وروستيو راهيسې د اروپا په تکل د مديترانې له سمندر نه د تېرېدو په هڅه کې ۲۰۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

ورته مطالب