بهرنيو ځواکونو د الشباب پر اډې يرغل وکړ

Image caption د الشباب په وينا بريد نابريالى و او ښار اوس هم د دوى په ولکه کې دى.

له سوماليا نه را رسېدلي رپوټونه وايي ناپېژاندو بهرنيو وسلوالو ځواکونو شپې مهال د دغه هېواد په سوېل کې د اورپکو پر يوې اډې يرغل وړى.

د الشباب اورپکه ډله وايي دوى بريد په شاه تمبولى خو يو جنگيالى يې وژل شوى.

الشباب ويلي د کينيا د پلازمېنې نايروبي په وېست گېټ بازار کې د تېرې اووڼۍ بريد همدې ډلې ترسره کړى.

يرغل له سپېده چاود نه د مخ پيل شو.

د الشباب يوۀ وياند بي بي سي ته وويل د سپين پوټکو سرتېرو يوه ډله په کوچنۍ چټکې بېړۍ کې سيمې ته ورسېدل.

د سيمې اوسېدونکو وويل چې دوى لږ تر لږه د ېوې چاودنې د لوړ غږ په گډون د درنو ډزو غږونه واورېدل.

داسې برېښي چې يرغل د باراوي په کوچني ښار کې پر ېوې ودانۍ ور ټول و چې د اورپکو له لوري کارېده.

دا نه ده مالومه چې د بريد اصلي موخه څوک و.

د الشباب په وينا بريد نابريالى و او ښار اوس هم د دوى په ولکه کې دى.

الشباب وايي په دغه نښته کې د دغې ډلې يو جنگيالى وژل شوى.

د سوماليا حکومت چې د الوېديځ ملاتړ له ځانه سره لري د دغه بريد په تړاو چې څوک به يې تر شا وي، هېڅ راز څرگندونې نه دي کړي.

په دې وروستيو کلنو کې د فرانسې او امريکا ځانگړو ځواکونو د سوماليا په سمندر غاړې کې د اورپکو پر اډو بريدونه کړي دي.

تېره اوونۍ د کنيا په پلازمېنه نايروبي کې د اورپکو له لوري پر يوۀ سوداگرييز مرکز د شوي بريد پړه هم الشباب په غاړه واخيسته.

په دغه بريد کې سله والو لسگونه کسان يرغمل او څلورو ورځو لپاره له امنيتي ځواکونو سره وجنگېدل.

په پېښه کې د شپږ سرتېرو په گډون د ٦٧ کسانو مړينه تاييد شوه.

د الشباب ډلې ویلي چې په نایروبي کې د وېسټ ګېټ پر مارکېټ برید دوی د کینیايي ځواکونو د هغو عملیاتو په ځواب کې وکړ چې په سومالیا کې یې کوي.

د سومالیا په سویل کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې څلور زره کینیايي ځواکونه د افریقايي اتحاديي د نورو ځواکونو سره یوځاى د سومالیا له حکومت سره د اورپکو په ځپلو کې مرسته کوي.

الشباب ډلې ویلي چې غړو یې په وېسټ ګېټ مارکېټ کې ۱۳۷ کسان یرغمل کړي وو او دغه ټول کسان وروسته له هغه ووژل شول چې امنیتي ځواکونو کیمیاوي وسلې وکارولې.

خو دولتي چارواکو د کیمیاوي وسلو د کارولو خبره رد کړې او دا یې د الشباب ډلې تبليغات د بللي دي.

ورته مطالب