ملا برادر کورنۍ:"موږ لا هغه نه دى ليدلى"

Image caption په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر چې د پرانېستو څرنگوالي يې د افغان حکومت نيوکې را وپارولې.

پاکستان نن یو ځل بیا وويل چې د طالبانو پخوانى مرستیال مشر ملا عبدالغنې برادر یې له زندانه پرېښى دى.

خو د طالبانو ځينې سرچينې، د ملا برادر کورنۍ او ملگري يې ټینګار کوي چې نوموړي ته تر دې دمه اجازه نه ده ورکړل شوې چې له خپلې کورنۍ سره یو ځاى شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر پر ٢١ نېټې په رسمي توګه د ملا برادر د آزادولو اعلان وکړ، او وې ويل نوموړی يې د افغانستان د سولې له بهير سره د مرستې په نيت خوشې کړی دی.

ملا عبدالغنې برادر د ۲۰۱۰م کال په فبرورۍ کې، په کراچي ښار کې نیول شوی و.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت يوۀ مرستیال جلیل عباس جیلاني د شنبې په ورځ (د تلې ١٣) اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې ملا برادر یې له زندانه پرېښى خو افغانستان یا کوم بل هیواد ته به یې و نه سپاري.

خو د ملي امنيت په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وړاندې ویلې وو، که ملا برادر وغواړي نو ترکیې او يا سعودي عربستان ته تللى شي.

ښاغلي عزیز دې ته هم اشاره کړې وه چې ملا برادر ته به له خپلو طالب همکارانو او ملګرو سره د سولې د پروسې په اړه د لیدۀ کاته اجازه وي.

خو د طالبانو سرچینو او د ملابرادر د کورنۍ ځينو دوستانو بي بي سي ته ویلي چې دوی دهغه په اړه هیڅ مالومات نه لري.

د طالبانو يوې سرچینې هم وويل چې دوی د ملا عبدالغني برادر په اړه هېڅ مالومات په لاس کې نه لري.

د طالبانو دغې سرچینې زياته کړه چې داسې برېښي چې ملا برادر له یوه بند نه بل بند ته لېږدول شوى وي.

څوورځې وړاندې ځينو خبري رسنیو د پاکستان د ځينو ناڅرګندو استخباراتي چارواکو له خوله خبر ورکړى و چې ملابرادار له طالبانو سره د خبرو لپاره پېښور ته بیول شوى دى.

د دغو رپوټونو پر بنسټ د ملا برادر او نورو طالبانو تر منځ خبرې له دې امله و نه شوې چې هلته د پاکستان استخباراتي کارکوونکي موجود وو.

Image caption پاکستان وړاندې له دې شاوخوا ۳۰ نور طالب بندیان خوشې کړي وو او ټولو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په خپله خوښه هرچېرې چې غواړي ورشي

پاکستاني چارواکي د ملا برادر د خوشې کولو خبرې کوي خو نه وايي چې نوموړي ته له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو اجازه ولې نه ورکول کیږي. پاکستان وړاندې له دې شاوخوا ۳۰ نور طالب بندیان خوشې کړي وو او ټولو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په خپله خوښه هرچېرې چې غواړي ورشي، خو د ملا برادر کیسه بل ډول ښکاري.

ځينې کارپوهان وایې شونې ده چې پاکستان د طالبانو له دغه مشرنه څه غوښتنې لري او خپل شرطونه به پرې منل غواړي.

د ملابرادر د خوشې کېدو تر اعلان وروسته، په دې روان بهير کې د افغان حکومت رول هم روښان نه دى.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسى زي تیره اوونۍ وویل کابل د ملابرادر په اړه د پاکستان د نورو ژمنو عملي کېدو ته په انتظار دى.

خو د ملابرادر په تړاو د پاکستان چلند د ډیرو لپاره د حیرانتیا وړ دی، چې هره ورځ یې د خوشې کېدو خبرې کوي خو تر دې مهال یې له ځانه سره ساتلی دی.

ورته مطالب