افریقا کې د اسلامپالو ضد د امریکايي کوماندو عملیات

انس اللیبي
Image caption امریکا د اللیبي پر سر پنځه میلیون ډالر جایزه اېښې وه.

د امریکا دفاع وزارت وايي، سومالیا کې یې د الشباب اورپکې ډلې د یوه مشهور مشر او لیبیا کې د القاعدې د یوه جګپوړي قومندان پرضد دوه جلا عملیات پیل کړي.

د دفاع وزارت "پنتاګان" ویاند جورج لیتل وویل: "دغه عملیات د الشباب ډلې د یوه قومندان پرضد پیل شوي"، خو ویاند له نورو جزییاتو ورکولو په څنګ تېر شو او نه یې هم د دغه قومندان نوم واخیست.

تر اوسه دا هم لا جوته نه ده، چې ایا دغه عملیات بریالي شوي او که څنګه.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي، په عملیاتو کې د سومالیا د سخت دریځې اسلامپالې الشباب ډلې "یو ډېر مهم مشر" نیول شوی.

امریکايي ځواکونو د سمندري ځواکونو په ملاتړ د سومال سېولي ساحلي براوي ښار کې پر هغه کور برید وکړ، چې غالباً د الشباب ډلې مطلوب مشر پکې پټ و.

په عملیاتو کې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

دغه عملیات د شنبې ورځې پر ګهیځ شوي، خو خبر یې وروسته خپور شوی.

دا په تېرو څلورو کلونو کې هغه لوی عملیات دي، چې څلور کاله مخکې یې د القاعدې شبکې یوه مشهور مشر علي صالح نبهان پرضد کړي و او نوموړی پکې ووژل شو.

الشباب ډلې د سپتمبر پر ۱۱مه، د کینیا پلازمېنه نایروبي کې د خرڅلاو پر مرکز وېسټ ګېټ د ستر برید پړه ومنله.

بل خوا، د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، چې د لیبیا طرابلس پوځي عملیاتو کې یې د القاعدې شبکې یو مشر عبدالحمید الرقیعي، چې په انس اللیبي مشهور و، نیولی دی.

د دفاع وزارت ویاند وايي، دغه عملیات د ترهګرۍ پرضد پیل شوي، چې لاهم دوام لري.

امریکايي چارواکي ۴۹ کلن اللیبي په ۱۹۹۸ کال کینیا او تنزانیا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونو کې پر لاس لرلو تورنوي.

واشنګټن د اللیبي د نیولو پر سر پنځه میلیونه امریکايي ډالر جایزه اېښې وه، او نوموړی د امریکايي فدرالي تحقیقاتو د ادارې ایف بي ای د ډېرو مطلوبو او خطرناکو کسانو په لست کې و.

Image caption تر اوسه د عملیاتو د بریالیتوب په اړه څه نه دي ویل شوي.

د اللیبي خپلوانو ویلي، چې هغه په طرابلس کې "تښتول شوی".

د هغه ورور نبیه ویلي چې ورور یې د شنبې ورځې د ګهیځ تر لمانځه وروسته له کوره په ګاډي کې ووت، درو موټرو یې مخه ونیوه د هغه د موټر ښیښې یې ورماتې کړې، وسله یې ترې واخیسته او هغه یې وتښتاوه.

نبیه زیاتوي چې د اللیبي مېرمنې د خپل کور له کړکۍ د خپل مېړه د تښتونې پېښه پخپلو سترګو ولیده:

"په وسلو سمبال (کومانډوز) تښتوونکي له ورایه بهرنیان معلومېدل".

اټکل دی، چې اللیبي لېبیا ته په دغه هېواد کې د ډېر اړدوړ او جګړو په کال (۲۰۱۱) راستون شوی دی.

ورته مطالب