امريکا ۱۰۰ ډالري نوي نوټونه بازار ته باسي

Image caption د ۳ډي امنيتي پټۍ په دغه نوټ کې چاپ شوې نه ده، بلکې په نوټ کې ګنډل شوې ده

د امريکا فدرالي خزانې د ۱۰۰ ډالرو نوی نوټ راوېستلی چې د زياتو امنيتي نښانو درلودونکی دی.

په دغه نوټ کې د ۳ډي د پټۍ ترڅنګ داسې يوه لوګو/ نښان هم شته چې چارواکي وايي جعلي جوړول يې خورا ګران دي.

په نوي سلګون نوټ کې د امنيتي ګامونو ترڅنګ دوديز پټ تصوير او هغه تار هم شته چې د بنفش نه ور اخوا روښانه رنګ په کې په ګلابي رنګ اوړي.

دغه نوټ په ۲۰۱۰ کال کې ډيزاين شوی و، خو د ځنډ لامل يې د چمتو کېدو پر مهال داسې ستونزې يادې شوي، چې له مخکې يې اټکل نه کېده.

د ۳ډي امنيتي پټۍ په دغه نوټ کې چاپ شوې نه ده، بلکې په نوټ کې ګنډل شوې ده.

په دغه پټۍ کې د ۱۰۰ شمېره هک شوې چې له لاس لګولو سره سم د يوه ساعت شکل غوره کوي او ښکته، پورته، ښي او چپ اړخ ته خوځېږي.

له دې پرته د نوټ په ښي اړخ کې ښکته خواته هک شوې د ۱۰۰ شمېره د لاس په لګولو له زرين رنګ نه په شنه رنګ اړوي.

د پيسو په نوټونو کې د کارېدونکي کاغذ جوړوونکې کمپنۍ فورټريس پيپرز، اجراييوي مشر چادوېک ويلسنوف بي بي سي ته ويلي: "په امنيتي نښانو کې دا زياتوالی يو ګام نه دی، بلکې يو ډېر لوی ټوپ دی".

د ۱۰۰ ډالرو پر دغه نوټ تحقيق او جوړلو له يوې لسيزې زياته موده لګېدلې او دا د امريکا د امنيتي سکتور او خزانې ګډه پروژه وه.

په نړۍ کې د نويو سافټ وييرونو او د چاپولو او جعل کولو د ښو ماشينونو له امله د جعلي کرنسيو/ پيسو چاپول اسانه کار دی او عامو خلکو او هټۍ والو ته يې پېژندنه ډېره ګرانه ده.

امريکايي چارواکي وايي په دغه هېواد کې ۱۰۰ ډالري زيات جعلي نوټونه شته.

دوی وايي د اټکلونو له مخې په ۲۰۱۲ کال شاوخوا شاوخوا اته ميليونه ډالره جعلي نوټونه په هېواد کې و او له هېواده بهر د دې شمېره د دې څو چنده زياته ده.

ورته مطالب