برما ۵۶ سیاسي بندیان خوشي کوي

Image caption د برما ولسمشر ژمن هکړې وه چې د روان کال ترپایه به ټول سیاسي بندیان خوشي کړي.

ولسمشر تین سین دا څرګندونې برونای کې د سوېل ختيځې اسیا د مشرانو یوې غونډې ته کړې دي.

اټکل دی، چې برما به پخپله خاوره کې د لږکیو مسلمانو وګړو پرضد د توکمیز تاوتریخوالي لپاره ارومرو حل لټوي.

رویټرز خبري اژانس ته د برما د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي، چې د نامه له ښوول یې ډډه کړې ویلي، چې له لسو زندانونو ګڼ بندیان خوشي شوي دي.

یوه مخکني سیاسي بندي بوکي، چې اوس په یوه مؤسسه کې کار کوي، ویلي چې په خوشي کېدونکو بندیانو کې توکم پالونکي سخت دریځي هم دي.

اټکل دی، چې لاهم د برما په زندانونو کې نژدې ۱۳۰ سیاسي بندیان بند ساتل شوي.

فعالین وايي، د برما چارواکي لاهم د خپلو سیاسي مخالفانو ځپلو تګلاره نه پرېښې.

دوی وايي چې لسګونه لسګونه سیاسي بندیان په یوه او بله پلمه زندانونو ته ټېل وهل شوي دي.

دغه فعالین پر حکومت تور پورې کوي، چې ګني له دا ډول چارو سره له رسنیو ګټه اخلي او د خپلې ګتې په خاطر د بندیانو د خوشي کولو اعلانونه کوي، خو د نیول کېدا پرمهال یې هېڅ نه وايي.

دوی وايي، د برما چارواکي له دې فرصته په ګټې اخیستو په نړیواله ټوله کې د خپل ښه نوم د ساتلو لپاره هر راز پټه معامله کوي.

په برما کې پر سیاسي اړدوړ سربېره، د بودایانو او مسلمانانو ترمنځ هم وړاندې سختې خونړۍ نښتې شوې، چې تر ډېره په کې پر مسلمانانو، د هغوی د استوګنې پرځایونو او ان شتمنیو بربنډې حملې شوې او ګڼ مسلمانان په ډېر بې رحمانه ډول وژل شوي او له خپلو سیمو شړل شوي دي.

نړیوالې ټولنې د دغو ناوریني پېښو په اړه چوپه خوله سیاست غوره کړی.

ورته مطالب