"مدیترانې کې دې د کډوالو د ژغورنې عملیات پراخ شي"

Image caption د اروپايي کمیسیون چارواکي وايي اوس به وکتل شي چې د اروپايي اتحادیې وزیران دغه وړاندیز ته په غبرګون کې څه وايي.

اروپايي کمیسیون وړاندیز کوي چې په مدیترانې کې دې د کډوالو د بیړیو لټه پراخه او د ژغورنې چارې پراخې شي.

دغه وړاندیز وروسته له هغه کېږي چې په دې وروستیو ورځو کې په ایټالیا کې د افریقايي کډوالو یوه بیړه ډوبه شوه او په دې پیښه کې له ۲۳۰ ډېر کسان ووژل شول.

د ژغورنې او لټې وړاندیز به د اروپايي کورنیو چارو کمیشنره سیسیلیا ملمسټرم په لوکزمبورګ کې د اروپايي اتحاديې وزیرانو ته وړاندې کړي.

‌آغلې ملمسترم د بي بي سي یوه خبریال ته ویلي چې د دې وړاندیز له مخې باید له قبرس نه تر اسپانیا پورې په بحر کې د اروپايي ټولنې د پوله ساتې ادارې له خوا عملیات ترسره شي.

دغه راز د اروپايي کمیسیون یوه ویاند ویلي چې د لټې او ژغورنې دغه عملیات به مرسته وکړي چې د کډوالو بیړۍ په ښه توکه په ګوته، وپیژندل شي او وژغول شي.

دغه ویاند وویل چې له دې سره به د هغسې غمیزو چې دا څو ورځې مخکې په ایټالیا کې رامینځ ته شوه په مخنیوي کې مرسته وشي.

د اروپايي کمیسیون چارواکي وايي اوس به وکتل شي چې د اروپايي اتحادیې وزیران دغه وړاندیز ته په غبرګون کې څه وايي ځکه چې د دې وړاندیز عملي کول ډېرو منابعو او لګښت ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د تونیس یو مشکوک تبع چې ادعا کېږي چې د ډوبې شوې بیړې کپتان و د ایټالیا په سیسیلي ښار کې نیول شوی دی.

خالد بن سلام په دې شک نیول شوی چې ګواکې بیړۍ یې ډوبه کړې خو دی په رسمي ډول نه دی تورن شوی.

ځینو عیني شاهدانو ویلي چې خالد بن سلام بیړۍ ته په اور اچولو کې رول درلود.

د یادولو وړ ده چې په دې پیښه کې اکثره وژل شوي کسان د سومالیا او ایریتریا وو.

هرکال له شمالي افریقا نه په زرګونه کډوال د ایټالیا د سیسیلي ښار له لارې اروپايي هېوادونو ته ځي.

ډېر ځله د دغو کډوالو بیړۍ له ناوړه پیښو سره مخامخ کېږي خو دا وروستې پیښه تر ټولو خونړۍ وه.

د همداسې پیښو د مخنیوي لپاره دا نوی وړاندیز شوی چې وايي مدیترانې کې دې د کډوالو د ژغورنې عملیات پراخ شي.

ورته مطالب