امريکا مصر ته خپلې پوځي او مالي مرستې کموي

Image caption په ځنډول شويو مرستو کې اپاچي څرخکې، هارپون توغندي او د ټانکونو پرزې شاملې دي

د امريکا متحد ايالاتونو اعلان کړی چې د مصر له پوځ سره خپلې پراخې مرستې کموي. دغه مرستې تراوسه له يو ميليارد ډالرو ډېرې وې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د لويو پوځي تجهيزاتو لېږل او دغه راز د مصر حکومت ته مالي مرستې ځنډوي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، مصر بايد د 'ريښتونی پرمختګ' پر لوري ولاړ شي او بايد ازادې او عادلانې ټاکنې وکړي.

مصر ته د امريکا د پراخو مرستو په اړه بيا کتنه، چې شاوخوا ۱،۳ ميليارده ډالره دي په اګست مياشت کې د محمد مرسي د پلويانو له ځپلو وروسته، وشوه.

د اعتراض کوونکو د تيت پرک کولو او ځپلو پر مهال سلګونه کسان ووژل شول، او د محمد مرسي زرګونه ملاتړي ونيول شول.

امريکايي چارواکي وايي د ځنډول شويو مرسته کچه، سلګونه میليونه ډالرو ته رسېږي.

په هغو پوځي مرستو کې چې د امريکا له لوري يې ورکول ځنډل شوي، اپاچي څرخکې، هارپون توغندي او د ټانکونو پرزې شاملې دي.

رېښتونی پرمختګ

د مصر د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پلويان وايي، ښاغلی مرسي په قانوني ډول د انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلی، او د پوځ له لوري د ده لرې کېدل، کودتا او غير قانوني دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د مرستو دغه ځنډ تلپاتې نه دی.

د وزارت يو چارواکي ويلي: "تر هغه چې د يوه ملکي حکومت په اړه واقعي پرمختګ چې د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې رامنځته شوی نه وي، تر هغه به پوځي مرستې ځنډېدلې وي".

د امريکا د قوانينو له مخې هغو حکومتونو ته د امريکا پوځي مرستې منع دي چې له کودتا وروسته واک ته رسېدلي دي.

له مصر سره د امريکا پوځي اړېکې ۳۴ کلنې دي او آن په سيمه کې د امريکا د مهم متحد، حسني مبارک حکومت چپه کېدو هم ونه شو کړای چندانې اغېز پرې وکړي.

امريکا په تېرو کلونو کې هر کال د مصر له پوځ سره ۱،۳ ميليارده ډالره مرسته کوله او د دغو مرستو کمېدل کولای شي د مصر پوځ له جدي ستونزو سره مخامخ کړي.

ورته مطالب