عراق د یوې مېرمنې په ګډون ۴۲ کسان اعدام کړي

Image caption له ۲۰۰۵ کال وروسته په عراق کې د تاوتریخوالي او ناامنیو له ډېرېدو سره، عراقي چارواکو یوځل بیا د اعدامونو ته مخه کړه.

د عراق عدلیې وزارت وايي، د یوې مېرمنې په ګډون یې لږترلږه ۴۲ کسان اعدام کړي.

دغه وزارت ادعا کوي، چې اعدام شوي کسان، د ډله ییزو وژنو، ترهګریزو بریدونو او توکمیزو تاوتریخوالو په تور نیول شوي.

ملګرو ملتونو په عراق کې د تاوتریخوالي د ډېرو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

عراق ته د ملګرو ملتونو پلاوي ویلي چې د چارشنبې او پنجشنبې پر ورځو د اعدامونو په اړه یې اندېښنه ډېره شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان هم په عراق کې د اعدامونو د ډېرېدو له کبله "ژوره اندېښنه" ښوولې ده.

دواړو سازمانونو له بغداده د اعدامونو د لړۍ درولو غوښتنه کړې، چې د بشر د حقونو د سازمانونو په وینا، عراقي چارواکي په وروستیو کلونو کې د تورنو اعدامول ډېر کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي عراق یوازې په۲۰۱۱ کال کې ۶۸ کسان اعدام کړي دي.

عراق د اعدامونو د ډېروالي له اړخه تر چین او ایران وروسته په نړۍ کې درېیم هېواد دی.

Image caption عراق د اعدامونو د ډېروالي له اړخه تر چین او ایران وروسته په نړۍ کې درېیم هېواد دی.

د عراق د عدلیې وزیر حسن الشمري په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې "په ترهګریزو بریدونو کې مجرمینو لسګونه ولسي وګړي وژلي او ډېر نور داسې بریدونه یې کړي، چې هېواد ورسره نارامه شوی او په خلکو کې وېره او ترهه خوره شوې ده".

د روان کال له پیله د عراق بېلابېلو بریدونو او نارامیو کې تر شپږو زرو ډېر کسان وژل شوي، چې تر ډېره یې پړه د القاعدې پلوو سني وسله والو ډلو پرغاړه اچول شوې ده.

په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا تر یرغل وروسته، هلته عبوري حکومت د اعدامونو لړۍ وځنډوله، او ویې ویل چې دا کار د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال د خلکو د وېرولو او ارامو ساتلو لپاره کېده.

خو ۲۰۰۵ کال وروسته په عراق کې د تاوتریخوالي او ناامنیو له ډېرېدو سره، عراقي چارواکو یوځل بیا د اعدامونو ته مخه کړه.

ورته مطالب