۲۰۰ سعودیانو ۳۸ ګوربت بې پیلوټه الوتکې جوړې کړې

د سعودي "باز ۲" بې پیلوټه الوتکه
Image caption د جوړې شوې "باز ۲" الوتکې د الوتنې واټن ۱۵۰ کیلومتره اټکل شوی، چې شاید دا وړتیا یې تر ۲۵۰ کیلومترو پورې وغځوله شي

د سعودي عربستان " عکاظ" ورځپانې لیکلي، چې ۲۰۰ سعودیانو بې پیلوټه الوتکې جوړې کړې، چې د "باز (ګوربت) ۲، باز ۳ او باز۴" نومونه یې ورکړي دي.

پر همدې مهال، د پاچا عبدالعزیز د ساینس او ټکنالوژۍ "ښار" د دغو درې ډوله بې پیلوټه الوتکو په اړه نور جزییات ورکړي دي.

دا د سعودي عربستان، عربي نړۍ او سیمې په کچه د ټکنالوژۍ په برخه کې لومړی ګام دی.

بل خوا، د ټکنالوژۍ دغه ښار د الوتنو د ملي مرکز یوه مشر ډاکټر خالد الحصان ویلي، چې دغه درې ډوله بې پیلوټه الوتکې د هغو ۲۰۰ سعودیانو په هڅو جوړې شوې، چې په ملي کچه د کدر په توګه په ټکنالوژۍ کې روزل شوي دي.

له دغو جوړو شویو الوتکو یې "باز۴"- چې تر نورو هغو کوچنۍ ده – د ریاض ۲۰۱۳ د ساینس او ټکنالوژۍ په نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوې ده.

الحصان زیاتوي، چې دغه الوتکې له کاربوني او ښیښه یي موادو جوړې شوې، چې وزن یې کم دی، خو د حجم په پرتله ډېر بار لېږدولی شي، او د رادار له څارنې هم پټې تېرېدی شي.

اړوند چارواکي وايي، دغه بې پیلوټه الوتکې پر ځمکه له یوې "کنټرول خونې" اداره کېږي.

دوی وايي، چې الوتکه کې یو ډول "لوګارتمي" پروګرام نصب شوی، چې د الوت پرمهال چاپېریال معلوموي، لکه د باد اندازه، تېزوالی او لوری، د تودوخې درجه، د بېړني حالت پرمهال د ماشین تودېدو او یا سوځېدو د احتمال په اړه بېړنی خبر او داسې نور.

ډاکټر حصان دا هم ویلي، چې د دغه پروګرام په مټ د الوتکې د تګ لوری، هدف او د اهدافو د عکسونو اخیستل هم معلومېږي، همداشان، اوبه، غرونه، غونډۍ، کروندې، لارې او ودانۍ هم معلوموي.

دوی وايي، تر ټولو ډېره ښېګڼه یې دا ده، چې خوځنده هدف شوی څیز تر څارنې لاندې نیسي، لکه موټر، اورګاډی او یا د حرکت پرمهال انسانان.

دغه الوتکې په اتومات ډول چلېږي، یوازې یوه انجنیر ته اړتیا لري، چې په الوتکه کې د کومې نیمګړتیا رامنځ ته کېدو پرمهال سیستم کنټرول او وڅاري.

که چېرې الوتکه کې کومه ستونزه پیدا شي، له کنټرول خونې یې ژر بېړنۍ ناستې ته اړباسي، یا داسې پراشوټ راوباسي، چې په مټ یې په سلامتیا ځمکې ته راکوزه او یا کنټرول خونې ته راستنه شي.

د جوړې شوې "باز ۲" الوتکې د الوتنې واټن ۱۵۰ کیلومتره اټکل شوی، چې شاید دا وړتیا یې تر ۲۵۰ کیلومترو پورې وغځوله شي او تر اتو ساعتونو به په یوه ساعت کې د ۱۲۰ کیلومترو واټن په تېزوالي له ځمکې ۵۰۰۰ متره لوړه الوتنې کولی شي.

Image caption امریکا په افغانستان، پاکستان، یمن، سومالیا او ځینو نورو هېوادونو کې د سخت دریځو له منځه وړلو کې له څارګرو الوتکو ګټه اخلي.

د "باز ۳" الوتکې وزن بیا څلور اعشاریه پنځه کیلوګرامه دی، چې لنډې الوتنې به کوي.

دغه الوتکه ترپنځو کیلوګرامو وزن وړلی شي، د وزرو اوږدوالی یې درې اعشاریه ۷۵ متره دی، چې په یوه ساعت کې له ځمکې ۵۰۰۰ متره لوړه۱۲۰ کیلومتره واټن وهلی شي.

تر پنځو ساعتونو په هوا کې ګرځېدلی شي.

که څه هم د امریکا متحده ایالتونه د القاعدې او نورو سخت دریځو د څارلو او په نښه کولو لپاره له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخلي، خو سعودي وايي، چې له دغو الوتکو به تر ډېره د هغو سیمو د څارنې او حال معلومولو لپاره کار اخیستل کېږي، چې د ځمکې له لارې یې د بېړني حالت، سرحدونو څارنې په بېړني حالت کې ورتګ ناممکن وي.

ورته مطالب