ايټاليا: د سمندر يوې بلې پېښې ۲۷ کسه وژلي دي

Image caption دا لا جوته نه ده، چې د پېښې قربانيان څوک دي

په مديترانې بحيره کې د هغې بېړۍ د ډوبېدو له امله چې له ۲۰۰ ډېر کډوال يې لېږدول، ۲۷ تنه یې وژل شوي دي.

له پېښې وروسته اېټاليا او مالتا د لمپادوسا ټاپو په ۱۲۰ کيلومترۍ کې د ډوبو شويو کسانو د ژغورنې لپاره سيمې ته ژغورونکې ډلې استولې دي.

د مالتا د لومړي وزير جوزف موسکات په خبره، تر اوسه نژدې ۲۰۰ کسان ژغورل شوي دي.

دا لا جوته نه ده، چې د پېښې قربانيان څوک دي.

د خپرو شويو راپورونو پر بنسټ، وروستۍ پېښه پر داسې مهال کېږي چې، تر دې وړاندې د کډوالو لېږدوونکې يوه بله بېړۍ له تخنکي ستونزې سره مخامخ شوې وه.

ويل کېږي دغه بېړۍ هغه مهال بې تولې شوه، چې په بېړۍ کې ناست مسافر د يوې الوتکې د نندارې لپاره د بېړۍ يوې څنډې ته ورټول شول.

د مالتا هوايي ځواکونو په سملاسي ډول د اېټاليا هغه بېړۍ خبرې کړې دي، چې په سيمه کې وې.

د مالتا د لومړي وزير دفتر وايي د پېښې ۱۴۷ کسان دغه هېواد ته د ورتلو په حال کې دي، او ۵۶ يې د اېټاليايي بېړيو په وسيله ژغورل شوې دي.

د بي بي سي خبريال متيو پرايس، چې د لمپادوسا ټاپو ته لېږدول شوی وايي، د هوا د تيارې کېدو له امله د ژغورنې هڅې ټکنۍ شوې دي.

د لمپادوسا ټاپو د افريقا له سمندر غاړو کابو ۲۹۰ کيلومتره لرې پروت.

د اېټاليا د سمندر غاړو ساتونکو په څو بېلابېلو عملياتو کې شاوخوا ۵۰۰ کډوال چې په غير قانوني ډول په بېړيو کې اروپا ته روان وو، د سيسيل ټاپو په څنډو کې ژغورلې دي.

په يوه بله پېښه کې د جمعې په ورځ ۱۲ فلسطيني او سوري کډوال د مصر د اسکندريې بندر سره نژدې ډوب شوي او وژل شوي دي.

د مصر امنيتي ځواکونو له سمندر نه د ۱۱۶ کسانو د ژغورنې خبر ورکړی، او د لېږد په اړه يې پوليسو ته خبر ورکړی.

څو ورځې وړاندې هم په لمپادوسا ټاپو کې د يوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې لږترلږه ۳۰۰ کسان ووژل شول.

ورته مطالب