علي زيدان سياسي ګوندونه د ده په تښتولو ګرم بولي

علي زیدان
Image caption ښاغلي زیدان خپل سیاسي مخالفین په ګوته نه کړل، خو هغوی یې خطرناک وبلل

د لېبیا لومړی وزیر وایي د پنجشبې په ورځ د ده په تښتونه کې د هېواد هغه کورني سیاسي ګوندونه ګرم دي، چې په کانګرس کې دي.

د لېبیا لومړی وزیر له یوه هوټله چې هلته کار کوي د یوه برید په نتیجه کې وتښتول شو او څو ساعته وروسته بېرته خوشی شو.

هغسې چې له طرابلس نه د بي بي سي رانا جواد وایي، د ده د تښتونې په درشل کې په هېواد کې د داخلي واک مبارزه په ژورېدو ده.

لومړي وزیر علي زیدان که څه هم خپل سیاسي مخالفین په ګوته نه کړل، خو هغوی یې خطرناک لږکي وبلل چې د هېواد ملي شورا ته ټاکل شوي دي.

ښاغلي زیدان چې د کابینې د وزیرانو په منځ کې ولاړ و، ولس ته د تلویزیون له لارې له داخلي سیاسي شخړو پرده پورته کړه، چې په لیبیا کې د ۲۰۱۱م کال تر جګړې وروسته پرمختګ نه دی په کې راغلی.

نوموړي زیاته کړه د اساسي قانون د بیا جوړولو په اړه یې د حکومت پلانونه له مخالفت سره مخ شوي او په پارلمان کې یې مخالفین هڅه کوي چې هیڅکله دا چاره تر سره نه شي.

هغه په ملي شورا کې سیاسي ګوند چې نوم یې وانه خیست د ده په تښتولو تورن کړ او ویې ویل، تښتونکو یې دا په ډاګه کړه چې د تښتونې تر شاه څوک دي؟

ده دا یوه کودتاه وبلله او زیاته یې کړه چې سیاسي ډلو ځينې تکتیکونه کارولي چې دی له دندې استعفا ته اړ کړي، ځکه د رایو په اکثریت یې دا کار نه شو تر سره کولی.

وړاندې لومړي وزیر په پارلمان کې د محافضه کارو ګوندونو یادونه کړې وه چې د هغه د حکومت د ړنګولو نيت لري.

له ډېرې مودې راهیسې باور دی چې په لېبیا کې ځینې سیاسي ګوندونه ملیشې لري او د هغو له لا رې په پارلمان کې د ځواک هڅه وکړي.

ورته مطالب