د انټرنیټ له لارې د لوړو زدوکړو رواج

Image caption داسې وړاند وینه کېـږي چې له دې لارې به د هر مضمون یا هر پوهنځي لپاره شاوخوا شل زره زده کوونکي نوم لیکنه کوي.

د لوړو زده کړو ترلاسه کول به ښایي د نړۍ په ډېرو برخو کې خورا ګران کار وي. خو امریکا، او په دې وروستیو کې برېتانیا هم په دې برخه کې یو نوښت کړی.

په دغو هېوادونو کې د آنلاین یا انټرنیټي زده کړو رواج مخ په ډېرېدو دی.

له امریکا وروسته اوس په برېتانیا کې هم د آنلاین یا انټرنیټي زده کړو رواج مخ په ډېرېدو دی.

په همدې لړ کې اوس په برېتانیا کې یوه نوې پروژه پيل شوې ده.

دا مهال له د برېتانیا له بېلابېلو برخو نه شلو پوهنتونونو په دې پروژه کې ځانونه شامل کړي او زده کوونکو ته د انټرنېټ له لارې ښوونه کوي.

برېتانوي چارواکي وایي دغه نوښت به د لوړو زده کړو په برخه کې ښایي یو انقلاب رامنځته کړي.

د دې پروژې له مخې به بېلابېل مضامین د انټرنیټ له لارې هم ښوول کېـږي او هم به پکې له زده کوونکو ازموینه اخیستل کېـږي.

د زده کوونکو لپاره دا ډول پروژه دوه ګټې لري. یوه دا چې د زده کړو لپاره سفر کولو ته اړ نه دي، او بله دا چې لګښت یې ډېر کم دی.

داسې وړاند وینه کېـږي چې له دې لارې به د هر مضمون یا هر پوهنځي لپاره شاوخوا شل زره زده کوونکي نوم لیکنه کوي.

د پروژې مشر سایمن نېلسن وایي دا یو ډول نوښت دی، او خلک اوس کولای شي د خپل کمپیوټر او حتی موبایل تیلیفون له لارې د یو ټولګي برخه وګرځي او د خپلې خوښې مضامین ولولي.