"امریکا په پټه د خلکو برېښنالیکونه ګوري"

Image caption ویل کېږي د دغې ادارې کارکوونکو د ساري په توگه د پروسږکال په يوه عادي ورځ ٤٤٠ زره ايملي پتې تر لاسه کړې وې

په واشنگټن پوست ورځپاڼه کې د يوه خپاره شوي رپوټ له مخې، د امريکا د ملي امنيت اداره هره ورځ پر انټرنېټ د خلکو له شخصي حسابونو نه د برېښنا ليکونو سلگونه زره پتې په پټه گوري.

په رپوټ کې دغه راز راغلي چې د ملي امنيت اداره دغه برښناليکي پتې د سملاسي پيغامونو له استوونکو حسابونو څخه تر لاسه کوي.

واشنگڼ پوست ورځپاڼې ليکلي چې د امريکا د امنيتي ادارو له خوا يې د خلکو شخصي برېښناليکونو ته د لاسرسي معلومات د استخباراتو له جگپوړو کارکوونکو او د استخباراتي معلوماتو د تښتېدلي افشاگر- ايدوارد سنوډن له ورکړو اسنادو څخه تر لاسه کړيدي.

ورځپاڼې يادونه کړې چې استخباراتي ادارې غوښتل چې د بهرنيو ترهگرو او جنايي ډلو ترمنځ تړاو جوت کړي او د عادي امريکاييانو د شخصي معلوماتو د پټولو په لټه کې نه وه.

واشنگټن پوست وايي چې استخباراتي کارکوونکي هره ورځ په ياهو، جي ميل، فيس بوک او هاټ مېل کې د هغو معلوماتي لينکونو له لارې شخصي حسابونو ته ننه وځي چې په ټوله نړۍ کې چلند لري.

په رپوټ کې ويل شوي چې د دغې ادارې کارکوونکو د ساري په توگه د پروسږکال په يوه عادي ورځ ٤٤٠ زره ايملي پتې تر لاسه کړې وې چې د ټول کال لپاره شاوخوا ٢٥٠ ميليونه کېږي.

څه موده وړاندې د امریکا د استخبارتي ادارې قراردادي اېډورډ سنوډن چې اوس فراري دی او مسکو ورته پناه ورکړې واشنګټن پوسټ او د بر تانیا ورځپاڼې ګارډین ته ځینې اسناد ورکړل. په دغو اسنادو کې دا خبره معلومه شوه چې د امریکا استخباراتي ادارې په پټه د خلکو ټیلیفون شمېرې او انلایني معلومات را ټولوي.

ورته مطالب