امریکا: سناتوران د پور کچې ډېرېدو ته هیله مند دي

Image caption تېره اونۍ د شپینې ماڼۍ او امریکا د سنا تر منځ چې ډېری غړي یې جمهوریت غوښتونکي دی، خبرې پایلې ته له رسېدو پرته پای ته ورسېدې.

د امریکا د کانګرس سیال غړي وايي دوی د حکومتي ادارو د بیا پرانیستلو او د حکومت د پورونو لوړلو لپاره یوه جوړ جاړي ته سره نږدې شوي دي.

د امریکا په سنا مجلس کې مخکښ غړي هري ریډ ویلي د دواړو ګوندونو ترمنځ خبرو کې لوی پرمختګ شوی.

په سنا مجلس کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند استازي به په نږدې راتلونکې کې د دې پلان د څېړلو لپاره د بند دروازو تر شاه سره جرګه شي.

د نوي وړاندېز له مخې چې اوس پرې دواړه لوري خبري کوي حکومت ته تر جنورۍ میاشتې بودیجه ورکول کېږي او د حکومت د پورونو کچه به تر فبرورۍ میاشتې پورې لوړه شي.

بل لور ته د پېسو نړیوال صندوق ای ایم ایف ویلي، که امریکا د خپلو پورونو په پرې کولو کې ناکامه شي، ښايي نړیوال اقتصادي بحران رامنځ ته شي. د پنجشنبې تر ورځې باید امریکا د خپلو پورونو لنډولو لپاره د پور کچه لوړه کړي. دا مهال دغه کچه ۱۶۷ بیلیونه ډالره ده.

له دې مخکې د پورونو زیاتولو لپاره په سپینه ماڼۍ کې خبرې ځنډول شوې وې، چې قانون جوړوونکي یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره فرصت ومومي. دغه فرصت روانه اونۍ پای ته رسېږي.

که تر راتلونکې پنجشنبې ورځې پورې د پور د کچې په اړه کوم جوړ جاړی ونه شي نو دا احتمال شته چې د امریکا متحده ایالات د خپلو پورونو په پرې کولو کې پاتې راشي.

د چارو ماهرین وايي، د پنجشنبې له ټاکلې شوې ورځې مخکې خبرې د هیلو وروستی څرک دی. له دې مخکې تېره اونۍ د شپینې ماڼۍ او امریکا د سنا تر منځ چې ډېری غړي یې جمهوریت غوښتونکي دی، خبرې پایلې ته له رسېدو پرته پای ته ورسېدې.

ورته مطالب