جاپان کې ویفا توپان ۱۴ کسان وژلي

Image caption د جاپان د هوا پېژندنې د ادارې په قول، د "ویفا" توپان تګلوری د چارشنبې پر ورځ د چاپان تر ټولو لوی ټاپو هونشو ته مخامخ شوی.

په جاپان کې د سیلابونو او ځمکې ښووېدنې له امله دیارلس تنه وژل شوي اوڅلوېښت تنه نور ورک دي. دا له تېرو څو کلونو راهیسې تر ټولو سخت توپان دی چې دغه هېواد ځپي.

د ویفا نومي توپان اوس د ځبل شوې فوکوشیما اتومي بټۍ په لور مخه کړې ده، چېرې چې د نورو سېلابونو د مخنیوي لپاره د باران اوبو د ایستلو لپاره واټرپمپونه اوبه بهر وباسي.

په ټول جاپان کې د سخت باد او باران له امله ترانسپورتي چارې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.

دغه توپان له ارام سمندره د توکیو پر هونشو لوی ټاپو ورغلی دی.

بل خوا د ځمکې ښویېدو له کبله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي دي.

د توپان له کبله د چارشنبې پر ورځ جاپان کې الوتنې ودرېدې، همداشان د اورګاډي سفرونه هم لغوه شوي او ښوونځي رخصت شوي دي.

یوه سیمه ییز چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "د ښاروالۍ کارکوونکو او د اوروژنې مامورینو د خلکو مرستې ته وردانګلي دي".

د جاپان تلوېزیون په یوه ټاپو کې داسې ستونزمنې سیمې شته، هلته د همکارۍ لپاره تګ ډېر ګران دی.

د لګېدلي توپان سرعت په یوه ساعت کې ۱۸۰ کیلومتره اټکل شوی.

د جاپان د هوا پېژندنې د ادارې په قول، "ویفا" توپان د چارشنبې پر ورځ د چاپان تر ټولو لوی ټاپو هونشو ته مخه کړې ده.

Image caption د بارانونو او ځمک ښویېدو له کبله ګڼ کورونه ویجاړ شوي.
Image caption د ژغورنې ډلې ځینو ستونزمنو سیمو ته د ځان رسولو هڅه کوي.
Image caption پلازمېنه توکیو کې، د اورګاډو ځینې سفرونه او الوتنې لغوه شوې دي.

ورته مطالب