سوریه کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي

سوریه
Image caption د سوریې څه باندې دوه نیمو کالو کورنۍ جګړه کې لږترلږه ۱۱۵ زره کسان وژل شوي.

د سوریې سوېلي درعا ښار کې چاودنې د څلورو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۱ کسان وژلي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د اختر په ورځو کې هم په دغو سیمو کې بریدونه او جګړه وه.

چاودنه د ترافیکي اشارو په یوه تمځي کې شوې، چې تر ډېره په کې د حکومت مخالفین واکمن دي.

سوري فعالین وايي، دا چاودنه "د پوځيانو د یوه خښ کړای شوي ماین له کبله" رامنځ ته شوې ده.

جګړه

بل خوا، حکومتي جنګي الوتکو د اختر په ورځو کې پر هغو سیمو بمباري کړې ده، چې د حکومت مخالفین په کې واکمن دي.

دغه سیمې تر ډېره دمشق ته څېرمه پرتې دي.

سوریه کې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی یوځل بیا ډېر شوی.

د اسلامي هېوادونو کنفرانس د اختر په ورځو کې سوریه کې د اوربند غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم له سوري حکومته هغو سیمو ته د بېړنیو مرستو د سم لاسي پرېښودو غوښتنه کړې وه، چې حکومت هلته د خوراکي توکو او درملو پر لېږد بندیز لګولی و.

د جاپن یوې خیریه ټولنې ویلي، که چېرې دا وضعیت په دغو سیمو کې دوام وکړي، شاید ګڼ وګړي د لوږې له ناورین سه مخامخ شي.

پر انټرنېټ په یوه خپره شوې وېډيو کې ښکاريو چې د دمشق سوېل داریا ښار ته څېرمه له یوې ودانۍ لوګی پورته کېږي.

فعالینو ویلي، ټلوالې پر زاړه ښار او د ښار په شاوخوا کې پر کروندو "مورټر" توغندي ویشتلي.

Image caption له سوریې تر دوو نیمو میلیونو ډېر وګړي وتلو ته اړ شوي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکو ویلي، چې د هوايي ځواک الوتکو پر اللطامنه ښار ۱۱ ځلې بمبار کړی.

پر دغه ښار د حکومت مخالفین واکمن دي.

سرچینه زیاتوي، چې الوتکو کوچني بمونه غورځووني لوی بمونه خوشي کړي، چې بیلري بمونه ورته ویل کېږي، چې لږترلږه درې ماشومان یې وژلي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې دا هم ویلي، چې د تېرې دوه نیمو کالو په کورنۍ جګړه کې د ولسي وګړو په ګډون لږترلږه ۱۱۵ زره کسان وژل شوي، تر دوو میلیونو ډېر سوري وګړي هېواد پرېښودو ته اړ شوي او میلیونونه نور بیا په کور د ننه بې ځایه شوي.

ورته مطالب