څېړنه: ميليونه انسانان د غلامۍ ژوند تېروي

Image caption د موريتانيا څلور سلنه وګړي د غلامانو په توګه ژوند کوي

په نړۍ کې د غلامۍ د کچې د ارزونې په اړه یوه تازه څېړنه وايي، د نړۍ کابو ۳۰ میلیونه وګړي د غلامۍ په حالت کې ژوند کوي.

د واک فري بنسټ له لوري د ۲۰۱۳ کال په راپور کې د ۱۶۲ هېوادونو يو نوملړ خپور شوی دی.

راپور په دغو هېوادنو کې د غلامۍ، انساني قاچاق، شاقه کار، اجباري ودونو او په پوځ کې له ماشومانو د ګټې اخيستو په اړه جوړ شوی دی.

د دغه راپور د معلوماتو له مخې دا ستونزه په موریتانیا کې تر ټولو زیاته ده او څلور سلنه وګړي یې د غلامانو په توګه ژوند کوي.

دغه خیريه بنسټ د هغو راپورونو نه په ګټې اخيستو چې له حکومتونو، غير انتفاعی ادارو او د احصايې له مرکزونو يې اخيستې وايي، موريتانيا د خلکو د غلامۍ تر ټولو لوړه اندازه لري او زياتو خلکو ته له نيکونو په ميراثي ډول ورپاتې ده.

راپور وايي د لويديځې افريقا په دغه هېواد کې چې ټول نفوس يې يوازې ۳،۸ میليونه کسان دي، له ۱۴۰ تر ۱۶۰زرو پورې وګړي يې غلامان دي.

راپور کاږي، په دغه نوملړ کې هايتي دويم ځای لري او په هرو لسو ماشومانو کې يو يې د شاقه کارونو د استثماري سيستم په لومه کې کېوتی دی.

د پاکستان ځای دريم دی چې د راپور له مخې يو اعشاریه اته میليونه وګړي يې په شاقه کارونو کې په جبري ډول راګېر شوي.

هند، چې د ماشومانو شاقه کارونه او اجباري ودونه په کې عام دي، په دغه لست کې څلورم ځای خپل کړی دی.

د واک فري خيريه بنسټ په دغه راپور کې افغانستان ۵۸ ځای لري.

دغه خيريه ټولنه وايي هند، چين، پاکستان او نايجريا هغه هېوادونه دي، چې د غلامانو شمېر په کې لوړ دی.

په څلورو دغو هېوادو او پنځو نورو کې د هغو کسانو ټولټال شمېر درې برخې جوړوي، چې د غلامۍ په حالت کې ژوند تېروي.

د دغه بنسټ، شوې درجه بندي د امريکا د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزيرې هیلري کلنټن، د برتانيا د پخواني لومړي وزير ټوني بلير او د مايکروسافت کمپنۍ د مشر بلګټس په ګډون د يو شمېر مشرانو له لوري منل شوې ده.

مېرمن کلنټن په یوه اعلامیه کې ويلي، که څه هم دغه نوملړ نه دی بشپړ شوی، خو دا د دې د پيل نقطه راښيي.

دا وايي: "زه د نړۍ پر مشرانو ټينګار کوم چې دا نوملړ وګوري او اقدامات وکړي، او دغو جرمونو ته د ځواب ویلو لپاره په کار تمرکز وکړي".

د واک فري بنسټ چې د غلامۍ ضد يو بنسټ دی، تېر کال د استراليا د کانونو د يوه نامتو او بانفوذه کس اندريو فارېسټ له لوري جوړ شوی دی.

ورته مطالب