د ايران د اتومي پروګرام پر سر د دويم پړاو خبرې مثبتې ارزول شوي

Image caption ايران او پنځو ځواکمنو هېوادونو شوي مذاکرات بنسټيز بللي دي

د ايران د اتومي پروګرام پر سر د نړۍ د پنځو ځواکمنو هېوادونو او تهران ترمنځ د خبرو دويم پړاو په جينیوا کې په مثبته فضا کې پای ته ورسېد.

د مذاکراتو دواړو لوريو د خبرو لومړی پړاو په محتاطانه ژبه، مثبت بللی او ټاکل شوې د خبرو بل پړاو په درې اوونيو کې پيل شي.

ويل کېږي چې د خبرو دريم پړاو به د نومبر ميلادي مياشتې په اوومه او اتمه نېټه ترسره شي.

له ايران سره په خبرو اترو کې د اروپا د بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون او د ۵+۱ هېوادونو استازو وويل، په دغو دوه ورځنيو مذاکراتو کې په بېساري ډول په جزيياتو خبرې وشوې.

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف او کاترين اشټون دغه مذاکرات 'بنسټيز او رغوونکي' وبلل.

دوی دواړو د خبرو اترو په پای کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه، چې د ايران د اتومي پروګرام په اړه تر اوسه بېسارې بلل کېږي.

د دغې اعلاميې له مخې د ۵+۱ هېوادونو استازي به د ايران وړانديزونه، يو په يو وارزوي.

په جينيوا کې د بي بي سي خبريال وايي، په وروستيو کلونو کې د لومړي ځل لپاره دواړه لوري د خبرو اترو له مېزه په داسې حال کې پورته کېږي، چې احساس کوي، خالي لاس نه دي.

د مېرمن اشټون او ښاغلي ظريف په اعلاميه کې راغلي دي: "د مذاکراتو ګډونوالو دغه راز پرېکړه وکړه له بلې ليدنې وړاندې بايد د بنديزونو او د ايران د اتومي پروګرام او ۵+۱ هېوادونو متخصيصين سره وګوري، چې په اختلافي ټکو خبرې وکړې او عملي ګامونه پورته کړي".

له خبرو وروسته په جوړ شوي کنفرانس کې محمد جواد ظريف وويل هيله مند دی دغه خبرې اترې، (د نويو اړيکو يو پیل وي) او د يوه غير ضروري کړکېچ په حل کې مرسته وکړي.

روسيې غبرګون

په جينيوا کې د بي بي سي خبريالانو د مذاکره کوونکو د يوه چارواکي له قوله ويلي، دا چې د ايران د وړانديز جزييات نه دي ډاګيزه شوي او محرمانه دي، دا يوه مثبته نښه ده.

د دغه لوړپوړي چارواکي په خبره چې نوم يې نه دی اخيستل شوی، رېښتونې خبرې اترې په راڼه ميدان د ټولو تر مخه نه کېږي.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني ويلي، چې ايران په دغو خبرو کې له ښه تدبيره کار اخيستی دی، چې وړاندې يې ساری نه دی ليدل شوی.

پر همدې مهال په دې اړه د روسيې غبرګون هم محتاط و.

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګي ريابکوف، چې په دغه خبرو کې د مسکو استازی و، د انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي: "د دې دليل نه شته چې له دغې موضوع سره بې علاقې شو، خو کېدای شو تر دې کارونه لا ښه پر مخ تللي وای".

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هېګ، د دې هرکلی وکړ چې"دپلوماتانو په لومړي ځل له ایران سره بنسټيز بحثونه لرل".

ورته مطالب