هندي پوليسو د امريکايي بېړۍ عمله نيولې ده

امريکا
Image caption په دغه بېړۍ کې ۳۵ کسه عمله ده، چې د هند، برتانيا، اوکراين او ايستونيا اتباع دي

د هند په سويلي ايالت تمل ناډو کې پوليس وايي، د امريکا هغه بېړۍ او عمله يې نېولې، چې په وسلو بار ده او پرته له اجازې د هند اوبو ته ننوتې ده.

پوليس وايي د 'ايم وي سي مېن ګارډ اوهايو' په نوم دغه امريکايي بېړۍ د اکتوبر پر ۱۲مه د هند د سمندري ساتونکو له لوري ونيول شوه.

د دغې باروړونکې بېړۍ عمله ۳۵ کسه دي، چې د هند، برتانيا، اوکراين او ايستونيا اتباع په کې دي.

چارواکي وايي، دغه امريکايي بېړۍ د يوې شخصي کمپنۍ ملکيت دی.

د هند په پلازمېنه ډيلي کې د امريکا سفارت په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

د بېړۍ مالک اډوانفورټ وايي، دغه بېړۍ د هند په سمندر کې د سمندري غلو پر وړاندې عملياتو کې ښکېله وه.

په هغه اعلاميه کې چې د دوشنبې په ورځ په امريکا کې مېشتې امنيتي کمپنۍ خپره کړې، راغلي چې د هند د سمندرغاړو ساتونکو او پوليسو دغه بېړۍ ته بندر ته د داخلېدو اجازه ورکړې وه.

په اعلاميه کې ويل شوي دغه بېړۍ "د تيلو اچولو او دغه راز د فایلين له توپان نه د خونديتوب" په موخه بندر ته ورغلې وه.

سمندري غلا

په وروستيو کلونو کې د هند او عرب سمندر کې، سمندري غلا د سوداګريزو بېړيو لپاره په يوه لوی ګواښ بدله شوې ده.

سمندري غله ډېر ځله د بېړيو عمله برمته کوي او د خوشې کېدو په بدل کې يې پېسې غواړي.

د تمل ناډو پوليس وايي د بېړۍ عمله يې د پوليسو يوه مرکز ته بېولې او هلته ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

له تېر يوه کال راهيسې د هند او د ايټاليا ترمنځ دپلوماتيکې ناندرۍ روانې دي او لامل يې د ايټاليايي پوځيانو له لوري د دوو کب نيوونکو وژل کېدل دي.

هند د ايټاليا دوه پوځيان تورن کړي، چې د کېرالا په سمندري حدودو کې يې دوه کب نيونکي په ډزو وژلي دي.

دغو دوو پوځيانو د ايټاليا د تېلو له يوې بېړۍ ساتنه کوله او داسې فکر يې کاوه چې کب نيونکي سمندري داړه ماران دي.

ورته مطالب