"د مخالفينو تر ولکې لاندې سيمو ته مرستې پرېږدﺉ"

Image caption راپورونه وايي د پلازمېنې دمشق په شاوخوا کې ماشومان د خوارځواکۍ له امله مري

امريکا د سوريې له حکومت نه غوښتي، څومره چې ژر کېدای شي د بشري مرستو کاروانونو ته اجازه ورکړي، چې په دمشق کې د مخالفينو تر کنترول لاندې سيمو ته ورشي.

په وروستيو کې د دمشق په هغو سيمو کې چې د مخالفينو ترکنټرول لاندې، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ راپورونه خپاره شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، په تېرو څو میاشتو کې د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې سيمې کلابندۍ، خلک د خوړو او درملو له کمښت سره مخامخ کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، داسې ډېر راپورونه يې ترلاسه کړي، چې د ولسمشر اسد د مانۍ په څو کيلومترۍ کې ماشومان د خوارځواکۍ له امله مري.

د سوريې پوځ د مخالفينو تر کنترول لاندې سيمو خلکو ته خبرداری ورکړی يا دې تسليم شي او يا هم له لوږې مړه شي.

يرموک، غوطه او مداميه د پلازمېنې دمشق شاوخوا هغه سيمې دي، چې له تېرو څو مياشتو کې راهيسې د سوري پوځ په محاصره کې دي.

د دغې سيمې خلکو ته وروسته له د نړيوالو پام ورواوښت چې مذهبي مشرانو يې اجازه ورکړه، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د پيشو، سپي او شادي غوښې وخوري.

مسلمانان معمولآ د دغو حيواناتو غوښې نه خوري.

د جمعې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل: "موږ د سوريې له رژيم نه غواړو، چې په سملاسي ډول دغو سيمو ته د مرستو د کاروانونو د ورتلو لپاره زمينه برابره کړي".

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو وياند وايي: "د دمشق په څنډو کې د دغې بېرحمۍ مسوولين بايد وپېژندل شي او بايد د خپلو کړنو په اړه ځواب ووايي".

دوی وايي د مداميه سيمې اوسېدونکي له تېر يوه کال راهيسې د سوري ځواکونو په کلابندۍ کې دي او له لومړنيو اسانتياوې بې برخې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي حکومت په قصدي ډول دغې سيمې ته د مرستو رسول ځنډولي او دا يو غير وجداني عمل دی.

د پلازمېنې دمشق په څنډو کې يوه ۱۱ کلن ماشوم د بي بي سي خبريال ته ويل: "موږ له دغه وضعيت نه ستړي شوي يو. که پوځ غواړي موږ په کېمياوي وسلو ووژني، ودې وژني. خو کاشکې دغه وسلې د ډوډۍ له بوی سره ګډې کړي، چې موږ په خوښۍ ساه ورکړو".

هغه تصويرونه چې د بي بي سي خبريالانو د يرموک له سيمې استولي، ښيي چې د دغې سيمې اوسېدونکي د خوړو په چمتو کولو کې له خورا ستونزو سره مخامخ دي.

ورته مطالب