خوب ماغزه له زهرجنو موادو "پاکوي"

Image caption ډاکټره نیډیر ګارډ زیاتوي چې د ذهن مینځلو دغه عملیه د ماغزو د فعالیت ډېرېدو لپاره حیاتي بڼه لري، چې په ويښ والي کې دا کار ناممکن دی.

امریکايي څېړونکو دا ثابته کړې ده، چې د انسان ماغزه له خوبه د هغو زهرجنو اضافي څيزونو د خلاصون په توګه ګټه اخلي، چې د ورځې په اوږدو کې د انسان ذهن ورسره څه-ناڅه ګډوډ شوی وی او یا یې ډېر سوچ کړی وي.

څېړونکو ویلي "په ذهن کې له اضافي څیزونو د خلاصون سیستم" د خوب له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.

دغه تجربه پر موږکانو شوې ده.

دوی وايي، کټ مټ د انسان ذهن هم داسې دی، چې د ورځې په اوږدو او ویښ والي پرمهال د عصبي ژونکو ترمنځ د اړیکو پرمهال له ډېر سوچ او فکر ستړی شوی وي، چې دا ستړیا د خوب په کولو له منځه ځي.

د (ساینس) په نامه نشریه کې د دغې څېړنې پایلې دا هم ثابته کړې ده، چې د خوب پروخت د مغزو ژونکې چوملکېږي چې دا کار د کوچنیو سوریو د پرانیستلو لامل ګرځي او اوبلنو موادو ته د "مغزو د مینځلو" اجازه ورکوي.

همداشان، دوی وايي که چېرې د مغزو دغه کوچني سوري بند پاتې شي، د ځینو عصبي ناروغو سبب هم ګرځېدلی شي.

مخکینیو څېړنو ښوولې وه، چې خوب د ذهن په پیاوړتیا او د زده کړې په زیاتوالي کې ښه رول لري، خو د نیویارک روشسټر پوهنتون څېړنو ښوولې چې خوب د ماغزو د ژونکو (حجرو) په "ساتنه" کې مهم رول لوبوي.

د څېړونکې ډلې یوې غړې ډاکټرې مایکن نیډیر ګارډ ویلي "ماغزه ډېر کم ځواک لري، چې تر ډېره په دوه لاره کې ګیر وي: یا ویښ پاتېږي او سوچ کوي او یا هم ویدېږي او محفوظ ساتل کېږي".

نوموړې زیاتوي "ماغزه په کور کې د کوربنې د چوپر دنده مخ ته وړي، یا مېلمنو ته ښه راغلاست وايي او یا کور پاک ساتي... خو دواړې چارې پر یو مهال نه شي کولی".

د موږکانو ماغزه

دغه څېړنه د تېر کال د پوهانو د هغې څېړنې بشپړوونکې ده، چې د ګلیمفاوي سیستم یا Glymphatic system په نامه یو سیستم یې کشف کړی و، چې له ناوړه څیزونو د ذهن د خلاصون کار مخته بیايي.

پوهانو د موږکانو پر ماغزو د څېړنې پایله کې دا دلیل راوړی و، چې ګلیمفاوي سیستم د خوب پرمهال د موږکانو د ماغزو دغه سیستم لس ځلې ډېر وي.

دوی دا هم ویلي وو، چې په ماغزو کې ځانګړې ژونکې –چې تر ډېره د ماغزو د ژونکو د ژوندي ساتلو دنده لري- د خوب پروخت چوملکې وي، چې د نورو ژونکو په منځ کې د مضرو څیزونو د لیرې کولو لپاره کار کوي.

ډاکټره نیډیر ګارډ زیاتوي چې د ذهن مینځلو دغه عملیه د ماغزو د فعالیت ډېرېدو لپاره حیاتي بڼه لري، چې په ويښ والي کې دا کار ناممکن دی.

هغې بي بي سي ته وویل: "طبعاً دا ټول اټکلونه دي، خو ښکاري چې ماغزه خپلو ټولو برخو ته د اوبلو موادو په رسولو کې د معلوماتو د راکړې ورکړې پرمهال –یعنې ویښ والي کې- لږ فعالیت کولی شي".

ورته مطالب