رومانيا افغانستان کې د امريکا يي سرتېرو لوژستيکي مرسته کوي

Image caption چک هېگل له خپل رومانيايي سيال سره د شوي هوکړه ليک ستاينه وکړه.

د امريکا او رومانيا دفاع وزيران چک هېگل او مېرسيه دوسا، افغانستان کې امريکايي سرتېرو سره د لوژستيک په برخه کې د مرستې په گډون په يولړ مهمو ټکو سره سلا شول.

دغه چارواکي وايي له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ پياوړي او گټور اړيکي لا پسې ژور شي.

د دغه تړون له مخې رومانيا به افغانستان ته د سرتيرو د تگ راتگ او همداراز د وسايلو او تجهيزاتو په لېږد رالېږد کې مرسته کوي.

چک هېگل له خپل رومانيايي سيال سره د شوي هوکړه ليک ستاينه وکړه.

په داسې حال کې چې امريکا راتلونکي کال لپاره د قرغزستان په مناس هوايي اډه کې چې اوس مهال يې د يوۀ ترانزيتي مرکز په توگه کاروي د خپلو فعاليتونو د کچې کمولو تابيا کوي، دا تړون ورته په ځانگړې توگه ارزښتمند دى.

ښاغلي هېگل وويل دا تړون سيمه ييز او نړېوال امنيت، او د آيساف ماموريت ته د رومانيا د ټينگې ژمنتيا بله بېلگه ده.

ښاغلي هېگل همداراز له رومانيا مننه وکړه چې په خپلې خاورې کې د "ايجس اشور" په نامه د توغنديو دفاعي سيستم لگولو ته اجازه ورکوي.

د امريکا دفاع وزير زياته کړه دا تړون د ټولييزې دفاع هغه اساس لا پياوړى کوي چې ناټو يې پر بنسټ را منځته شوې.

د توغنديو دغه دفاعي سيستم په اروپا کې د هغه پراخ سيستم د يوې مهمې برخې استازيتوب کوي چې په پړاوييزه توگه به په دغه لويه وچه کې ځاى پرځاى شي.

ټاکل شوې د توغنديو دغه نوى دفاعي سيستم په ٢٠١٥م کال کې فعال شي.

د امريکا دفاع وزير چک هېگل وويل رومانيا د امريکا يوه خورا ټينگه متحده ده.

د امريکا او رومانيا دفاع وزيران همداراز پر هغو لارو چارو سره سلا شول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري لا پياوړې او په ناټو او سيمه کې د يوۀ مخکښ هېواد د ريځ خپلولو په برخه کې د رومانيا د هڅو ملاتړ وشي.

ورته مطالب