امريکا پاکستان ته د امنيتي مرستې ورکړه بېرته پيلوي

Image caption سوداگري، د تندلارۍ پر وړاندې مبارزه او د بې پيلوټه الوتکو بريدونه به د سر سر موضوعګانې وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د درې ورځني سفر په لړ کې په واشنګټن کې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اوباما له کانګرس نه غوښتي پاکستان ته دې د هغو يو نيم ميليارد ډالرو مرستې ورکړه بېرته پيل کړي، چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته ځنډول شوې وه.

دا له تېرو څو کلونو راهیسې امریکا ته د پاکستان د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي لومړنی سفر دی.

ټاکل شوې چې ښاغلی شریف د چهارشنبې په ورځ له مرستيال ولسمشر جوبايډن او ولسمشر اوباما سره په واشنګټن کې وویني.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۱ کال د امريکا ځانګړو سمندري ځواکونو د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه د دواړو هېوادونو اړېکې ترينگلي شوې.

خو واشنګټن ته د ښاغلي شريف سفر به دغه اړیکې بېرته ورغوي او دا د واشنګټن او اسلام اباد د همکاريو لپاره د هيلو يوه مهمه نښه بلل شوې ده.

سوداگري، د تندلارۍ پر وړاندې مبارزه او د بې پيلوټه الوتکو بريدونه به د پاکستاني او امريکايي مشرانو د سر سر موضوعګانې وي.

د بې پيلوټه الوتکو بريدونه، پاکستان پر خپل حريم تېری بولي، او پاکستاني چارواکو بيا بيا له امريکا غوښتي چې دغه بريدونه ودروي.

پاکستان وايي په دغو بريدونو کې د اورپکو ترڅنګ ولسي وګړي هم وژل کېږي او د دوی د شمېرو له مخې چې ملګرو ملتو ته يې ورکړي، ښيي چې په ډرون بريدونو کې تراوسه له ۴۰۰ زيات ملکيان وژل شوي دي.

له ښاغلي شریف سره د ليدنې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کیري وويل د نواز شريف په ورتګ ډېر خوښ دی.

ښاغلي کېري وويل: "موږ دې ته ډېر لېوال یو، چې په راتلونکو څو ورځو کې د مرستیال ولسمشر او ولسمشر اوباما په ګډون له پاکستاني چارواکو سره په لوړې کچې مهمې خبرې وکړو. موږ به پر ډېرو موضوعاتو سره وغږېږو".

دا له ۱۹۹۹ کال راپدېخوا چې جنرال پروېز مشرف د نواز شريف حکومت د يوې پوځي کودتا په پايله کې ، وپرځاوه امريکا ته د ښاغلي شريف لومړنی سفر دی.

ورته مطالب