"ماليزيايي مسيحيان خپل خداى ته الله ویلی شي"

Image caption وړاندې د مالیزیا یوې محکمې پر دې خبرې بندیز لګولی و

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق ویلي، مسيحيان کولى شي د دې هېواد په ختیځو سېمو، صبا او ساراواک کې خپل خدای د الله په نامه ياد کړي.

وړاندې د مالیزیا یوې محکمې پر دې خبرې بندیز لګولی و.

دا لومړی ځل دى چې د نوموړي هېواد یو مشر د تېرې اوونۍ پر داسې یوه لانجمنه موضوع ږغ را پورته کوي.

د الله د توري د کارولو پر سر د دې هېواد وګړي، چې له ډېرو بېلابېلو مذهبونو جوړ دي پر دو برخو وېشل شوي وو.

د اسې ښکاري چې د لومړي وزير نجيب دغه وينا د محکمې له پرېکړې څخه يو شا ته تگ وي.

هغه وويل له دې سره سره چې کاتوليکه هيرالډ ورځپاڼه له دې منع شوې چې د الله تورى وکاروي خو دا پرځاى ده چې مسيحيان ترې کارواخلي.

تېره اوونۍ د استيناف محکمې حکم وکړ چې کاتوليکه ورځپاڼه نه شي کولى چې په مالېزيايي ژبه کې د مسيحيانو خداى د الله په نامه ياد کړي.

ځکه محکمې وويل چې دا به د ماليزيا له مسلمانانو چې د هېواد اکثريت جوړوي لاره ورکه کړي او عامه گډوډي به رامنځ ته کړي.

د محکمې دغه حکم وروسته له هغه وشو، چې ماليزيا کې ځينو مسلمانو ډلو ويره وښووله چې ښايي د الله د کلمې کارونه خلک وهڅوي چې له اسلام څخه واوړي.

خو د کليسا چارواکو دغه خبره رد کړه.

د کولالمپور د کليسا مشروويل يو شمير مسلمانې ډلې د ماليزيا پر مسلمانانو د ځان له لوري جوړې شوي نظريې تپي.

هغه له لومړي وزير نجيب څخه وغوښتل مخکې له دې چې دغه مساله د توندلارو لپاره ټولنه کې د درز د رامنځ ته کولو وسيله شي په دې برخه کې مداخله وکړي.

خو د حکومت وروستي اعلان د هېواد دوه ميليونه مسيحيان لار ورکي کړل، ځکه قانپوهان وايي محکمې تردې وړاندې په دې اړه پرېکړه کړې ده.

ځينې مسيحيان اندېښمن دي چې کېداى شي دوى له نورو محدوديتونو سره هم مخامخ شي.

ورته مطالب