د ازبکستان نڅاگره په مانچستر کې خوښه ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

صنعت مامودوا هغه مهال په ازبکستان کې زېږېدلې وه چې لا دغه هېواد خپلواکي نه لرله او د شوروي اتحاد برخه وه.

د دې په وينا هغه مهال هنري هڅې ازادې وې خو بيا هم د ازبکستان په دوديزه ټولنه کې نجونو ته گرانه وه چې د نڅا غوندې هنر ومني.

له بي بي سي سره په خبرو کې صنعت مامودوا وويل مور يې غوښتل چې نڅا زده کړي.

له دوه کلنۍ دې نڅا پيل کړې.

د ازبکستان د نڅا په اکاډمۍ کې يې تمرين کړى دى.

دا د ازبکانو دوديزه نڅا او نړيوالې فلکلوريکې نڅاوې کوي.

په ٢٠٠٢ کال کې دا د لا نورو زده کړو لپاره د برتانيا مانچستر ښار ته راغله.

دغلته يې له سلفورډ پوهنتون څخه په ٢٠٠٧ کال کې په تياتور او نڅا کې زده کړې وکړې.

په ٢٠١٠ کال کې دې د نڅا خپل ښوونځى جوړ کړ چې سانتيم يې ونوماوه.

په همدې ښوونځي کې دا د منځنۍ اسيا نڅاوې ځايي خلکو ته ورښيي.

صنعت مامودوا وايي:

" وړو نجونو ته د نڅا زده کول اسانه نه دي. نڅا اوږده او پخه ساه غواړي او وړې نجونې نه اوږده ساه لري او نه دومره حوصله چې صبر وکړي. اړه يم چې هره وړه برخه هم په پوره تفصيل نجونو ته وروښېيم او دا کار اسانه نه دى."

Image caption صنعت مامودوا وايي په ازبکستان کې سړي د نڅا هنر ته په ښه سترگه نه گوري

صنعت مامودوا وايي اوسنى ازبکستان بدل شوى او نڅا ته خلک په ښه سترگه نه گوري.

" د ازبکستان ولس زما له نڅا خوند اخلي خو هلته نڅا ته خلک په سپکه سترگه گوري. دغه حالت ته په پام سره کله چې نڅېږم په خوله خاندم خو په زړه درېدلې يم."

دا د ازبکستان له سړو گېله منه ده چې د بدلمنې په سترگه ورته گوري خو په مانچستر کې بيا له دې حالت سره نه ده مخامخ شوې.

" دلته خلک د انسان په سترگه راته گوري. د يوې خور ، د يوې مور او د يوې مېرمن په سترگه راته گوري."

په مانچستر کې دا له خپل ازبک خاوند او دووو ماشومانو سره اوسيږي.

د نڅا په ښوونځي کې شاوخوا ١٠ زده کوونکې لري چې ټولې يې په عمر وړې نجونې دي.

دې د نڅا په گڼو نړيوالو سياليو کې برخه اخيستې ده.

دا وايي د ښه هنر مينه وال په ټوله نړۍ کې شته او دا د خپل هنر له مينه والو خوښه ده.

ورته مطالب