نوازشریف: ډرون بریدونه باید ودرول شي

Image caption لومړي وزیر میا نوازشریف له ولسمشر اوباما سره سپینه ماڼۍ کې ولیدل.

د پاکستان لومړي وزیر میا نواز شریف ویلي د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما یې هڅولی چې پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړي.

نوموړي دغه څرګندونې په سپینه ماڼې کې له ښاغلي اوباما سره له لیدلو ورسته خبریالانو ته وکړې.

پاکستان کې له لرې واټنه د کنټرولېدونکو الوتکو بریدونه یوه جنجالي موضوع ده.

د بشري حقونو په برخه کې یو شمېر فعالې ډلې وايي د دې الوتکو په بریدونو کې ملکي وګړي او ماشومان چې په هېڅ وسله وال فعالیت کې لاس نه لري، وژل شوي دي.

ښاغلي شریف وويل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه باید ودرول شي.

" پاکستان او د امریکا متحده ایالات له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پراخه همکاري لري. موږ د دې همکارۍ د لا پیاوړي کولو پرسر هوکړه وکړه. ما په دې غونډو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبره هم راپورته کړه او د دا ډول بریدونو پر پای ته رسولو مې ټینګار وکړ."

بل لور ته امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په یوه رپوټ کې ادعا کړې، چې" پاکستاني چارواکو نه دا چې له تېرو څو کلونو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تایید کړي، بلکې دوی ته دې بریدونو کې د اوښتي سرزیان په اړه هم معلومات ورکول کېدل."

واشنګټن پوسټ له امریکايي ولسشمر باراک اوباما سره د نوازشریف له خبرو سره هممهاله دغه رپوټ د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې د اسنادو پر اساس دغه رپوټ خپور کړی.

ولسمشر اوباما خپلو خبرو کې د ډرون بریدونو موضوع یاده نه کړه، خو لومړي وزیر نوازشریف د اوباما په شتون کې د خپلو لیکلو خبرو لوستلو پر مهال د ډرون بریدونو یادوونه وکړه او ویې ویل، چې" ما له ولسمشر اوباما سره خبرو کې د ډرون بریدونو یادوونه وکړه او د دغه ډول بریدونو پر بندولو مې ټینګار وکړ"

پاکستان قبایلي سیمو کې د ډرون بریدونو په اړه په بیا بیا احتجاج کړی. پاکستاني چارواکي وايي دغه بریدونه د دوی د ملي حاکمیت ضد دي او په ترهګرۍ ضد جګړه کې یې د ګټې پر ځای زیان ډېر اړولی.

نوازشریف وايي له افغانستان او هند سره یې د اړیکو په باب وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو سره غوره اړیکي غواړي، چې په باب یې د امریکا ولسمشر وویل، چې دغه خورا مثبته تګلاره ده.

د نوازشریف په خبره اوباما ورسره له پولو بهر ترهګرۍ او جماعت الدعوه ډلې په باب هم خبرې وکړې او د ممبۍ بمي بریدونو عاملینو ته تر اوسه د سزا نه ورکولو مساله یې هم راپورته کړه.

ورته مطالب