"سریلانکا د جنګي جرمونو څېړنه کې مرسته نه کوي"

Image caption له تامیل یاغیانو سره په جګړه کې څلوېښت زره کسان وژل شوي او لسګونه زره نور لادرکه دي.

د سریلانکا حکومت ویلي له تامیل یاغیانو سره د جګړې پرمهال د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه به له هېڅ ډول نړېوالو څېړنو سره همکاري ونه کړي.

په دې برخه کې کېدونکي انتقادونه څلور کاله وړاندې پرهغو څو میاشتو متمرکز دي چې په دغه هېواد کې یې کورنۍ جګړه پای ته ورسوله.

له تامیل یاغیانو سره په جګړه کې ۴۰ زره کسان وژل شوي او لسګونه زره نور لادرکه دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنرۍ ناوې پيلې ویلي که تر راتلونکې مارچ میاشتې پورې سریلانکا د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه په څېړنو کې جديت ونه ښيي نو کېدای شي نړېوالو څېړنو ته اړتیا پېښه شي.

خو د سریلانکا د بهرنیو چارو وزیر جي ایل پيریس بي بي سي ته ویلي چې دغه ډول څېړنو ته اړتیا نشته .

"د یوه خپلواک څېړنیز ارګان په رامنځ ته کولو کې زموږ نیت تر پوښتنې لاندې نه دی، دا ارګان لا له وړاندې رامنځ ته شوی او فعالیت کوي. شرایط داسې نه دي چې له وړاندې په ګناه اعتراف وشي بلکې شرایط داسې دي چې د څېړنو اړتیا رامنځ ته کوي."

د بشري حقونو په برخه کې د سریلانکا د مخینې له امله د کامنولت هېوادونو له مشرانو غوښتل شوي چې په دغه هېواد کې کې د دې تړون د غړو هېوادونو د راتلونکې میاشتې سرمشریزې سره پرېکړون وکړي.

د روان کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یوه مسوده تصویب کړه چې په کې څلور کاله وړاندې د تامیل پړانګانو پرضد په جګړه کې د سریلانکا د حکومت پر رول نیوکه شوې وه.

دغه مسوده چې امریکا یې هم ملاتړ کوي، د سریلانکا پر حکومت غږ کوي چې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه باوري پلټنې وکړي.

په مسوده کې اټکل شوی و چې د تامیل پړانګانو پرضد په جګړه کې سل زره کسان وژل شوي خو په دې ډله کې د لسګونو زرو وژل شویو ملکیانو کره شمېرې نه شته.

سریلانکا کې چارواکو وار له مخه ویلي، چې له تامیل پړانګانو سره د څو میاشتنۍ جګړې پرمهال له بشري حقونو نه د سړغونو په اړه یې یو پلان چمتو کړی او اوس ددغه پلان د عملي کولو په درشل کې دي.

خو نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا له سریلانکا نه په دې برخه کې د ډېر څه کولو غوښتنه کوي.

ورته مطالب