"پاکستان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تاییدول"

Image caption د واشنګټن پوسټ په رپوټ کې له دسمبر ۲۰۰۷ نه تر ستمبر ۲۰۰۸ پورې د ۱۵ ډرون بریدونو یادوونه شوې.

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په یوه رپوټ کې ادعا کړې، چې" پاکستاني چارواکو نه یوازې دا چې له تېرو څو کلونو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تایید کړي، بلکې دوی ته دې بریدونو کې د اوښتي سر زیان په اړه هم معلومات ورکول کېدل."

واشنګټن پوسټ له امریکايي ولسشمر باراک اوباما سره د نوازشریف له خبرو سره هممهاله دغه رپوټ د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې د اسنادو پر اساس خپور کړی.

د ورځپاڼې په خبره د سي ای اې په پټو اسنادو کې، د لسګونو ډرون بریدونو یادونه شوې، چې نقشې، له بریده مخکې او وروسته انځوورنه هم ورسره مله دی.

دغه اسناد د هغو بریدونو په اړه دي، چې له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۰۸ پورې تر سره شوې دي.

دا هغه مهال وو، چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي وو.

له دې اسنادو معلومیږي، چې د سي ای اې د ترهګرۍ ضد مرکز له لوري په ځانګړې توګه د پاکستان حکومت ته د ورکولو لپاره چمتو شوي وو.

د ورځپاڼې په وینا "د پاکستان په قبایلي سیمو کې ډرون بریدونه هغه راز دی، چې نه واشنګټن او نه هم اسلام اباد پټ ساتلی او د ډرون بریدونو د پیل پر مهال بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي ډګره والوتې."

دې اسنادو کې لږ تر لږه د ۶۵ ډرون بریدونو یادوونه شوې او دا هر څه یو ( لوی راز ) بلل شوی، خو په هکله یې پاکستان ته د حال ویلو اجازه په کې ورکړله شوې.

د واشنګټن پوسټ په وینا واشنګټن کې د پاکستان سفارت د رپوټ په اړه د څرګندونې غوښتنه بې ځوابه پرېښوده.

بل لور ته د سي ای اې ویندوی د یاد رپوټ په باب له څه ویلو ډډه وکړه، خو د معلوماتو کره والي په باب یې شک نه دی څرګند کړی.

د واشنګټن پوسټ په رپوټ کې له دسمبر ۲۰۰۷ نه تر ستمبر ۲۰۰۸ پورې د ۱۵ ډرون بریدونو یادوونه شوې، خو د هدف په توګه له دوو بریدونو پرته په ټولو کې د القاعده مشرانو په نښه کېدو یادوونه شوې.

رپوټ کې ویل شوي، چې په یو شمېر ډرون بریدونو کې د هدف په نښه کولو لړ کې د پاکستاني چارواکو رول ثبوتونه تر سترګو کېږي.

د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید په باب چې ۲۰۱۰ کې تر سره شو، ویل شوي، "دغه برید ستاسې د حکومت په غوښتنه تر سره شو"

یو شمېر اسناد "ټاکنګ پواینټس" بلل شوې دي او ویل شوي، چې د سي ای اې د هغه وخت مشر مایکل جي موریل د متحدو ایالتونو لپاره د پاکستان د هغه مهال سفیر حسین حقاني ته پرله پسې معلومات ورکول.

خو حسین حقاني په دې باب له څه ویلو انکار کړی.

له اسنادو نه د امریکا او پاکستان تر منځ د باور نه شتون هم څرګندیږي.

په ځینو اسنادو کې د هغو غونډو یادوونه هم شوې، چې په کې د هغه مهال د بهرنیو چارو وزېرې هېلري کلینټن په شمول لوړ پوړو امریکايي چارواکو، پاکستان ته هغه ثبوتونه وړاندې کړل، چې په کې پر امریکايي ځواکونو له برید کوونکو سره د پاکستان اړیکي ثابتیږي.

د اسنادو له مخې هیلري کلینټن د پاکستاني چارواکو مخې ته هغه موبایل ټیلیفونونه او لیکلي ثبوتونه کېښودل، چې د توند لارو له جسدونو څخه تر لاسه شوي وو او ترې معلومېدل، چې د پاکستان حکومت له هغوی سره مرسته کوله.

دې لړ کې د پاکستان په یوه دیپلوماتیک پیغام کې چې ۲۰۱۰ د ستمبر په ۲۰ لېږل شوی ویل شوي " امریکا داسې ثبوتونه لري، چې ثابتوي ای ایس ای له دغو ډلو سره اړیکي لري"

د امریکايي ورځپاڼې په خبره ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت واشنګټن کې خپل سفارت ته یوه پیغام کې وویل، " دا د هغو ۳۶ امریکایانو نوملړ دی، چې د سي ای اې ځانګړي جاسوسان دي او د یوه ځانګړي هدف تر لاسه کولو لپاره پاکستان ته راځي، دوی ته ویزا مه ورکوﺉ!"

ورته مطالب