ایا د عکسونو بې داغه کول تېر ایستل دي؟

د ځینو مجلو له خوا د ځینو کسانو د داغ لرونکو عکسونو پر بې داغه کولو نیوکې شوې. پر مخ او بدن د مصنوعي بدلون راوستل کولی شي چندان د خوښې تجربه نه وي.

زه چې کله مجلې ګورم، د مشهورو ښځو انځورونه پکې وینم، په تېره بیا د هغو چې نري کالي یې اغوستي وي او د بدن غړي یې ترې ښکاري، حیرانېږم، چې څرنګه پر یوه عکس تر لسو زرو پاونډو پورې لګښت راځي، له ځانه سره وایم چې زما پوستکی، وېښتان یا غاښونه د دوی په څېر نه دي.

ټول پوهېږي چې مجلې او د عکسونو تبلیغاتي شرکتونه عکسونه بې داغه کوي. دغه کړنه له څو کلونو راهیسې روانه ده.

ان په ۲۰۰۸ کال کې ویل شوي وو چې مجلو کې به د عکسونو د بې داغه کولو چاره ممنوعه وګرځول شي، خو داسې ونه شول.

خبره دا ده چې نوې پېغلې چې د سینما ښځینه لوبغاړو عکسونه بې داغه ګوري، دوی هم هڅه کوي، چې ان د ځینو خوړو په نه خوړلو غواړي خپل اندامونه ښکلي وساتي.

په برتانیا کې د ښځو د چارو وزارت مرستیاله جو سوینسن وايي، په خپرو شویو عکسونو کې د ښځینه عکسونو داغونه لیرې کول په لوی لاس د داغ لیرې کولو یوه زیان رسوونکې هڅه ده، خو هغه په مجلو کې د داغ لیرې کولو له چارې سره مخالفه ده.

اغلې سوینسن وايي، هر هغه قانون چې د عکسونو داغ لیرې کول منع کوي، باید مسؤولیت یې د عکاسانو او هغو کسانو پر غاړه واچول شو‎ي، چې دا ډول تبلیغاتي عکسونه جوړوي.

هغه څه چې بحث ورباندې کېږي، دا دی چې د عکسونو داغونه لیرې کول یو "دروغجن حقیقت" دی، چې نوې پېلغې تېر ایستلی شي.

شخصي تجربه

ما پرېکړه وکړه چې پخپله د خپلو عکسونو داغونه لیرې کړم. ‌ډېر مې آرایش کړل، او د کامرې مخې ته ودرېدم.

Image caption لس کاله ځوانه او ۲۰ کیلو ډنګره!

عکاسې سارا بریملي چې د عکاسۍ برخه کې ډېره تجربه لري، هڅه کوي چې ما ارامه کړي ترڅو "طبیعي" عکس واخلي.

هغه د عکس اخیستو پروخت بېلابېل قوانین لري، مثلاً "یوې خوا ته باید سړی وګوري... لاسونه دې پر ملا ونیسې... موسکۍ شې... موسکا مه کوه، او داسې نور".

اغلې بریملي وايي، اوس د کوچنیو څیزونو داغونه لیرې کول هم ممکن شوي، ځکه چې د نوي ډیجیټل کامرو راوتلو هرڅه اسانه کړي دي، او د عکس ډېره کوچنۍ نیمګړتیا هم ثبتولی او ښوولی شي. پخوانیو کامرو به دا کار نه شوای کولای.

خو د ټول عکس داغونه لیرې کول معمولاً ډېر ستونزمن کار دی.

"دوی وايي د دماغ شکل یې بدل کړو او یا یې ډنګر وښیو. د ملا نری ښوول یا یې د پښو جګوالی ډېر وښیو".

زما اخیستل شوي عکسونه مې ولیدل، مشخصه ده چې سارا بریملي یوه ماهره او پر ځان بسیا او حاکمه عکاسه ده.

خو اوس د عکسونو د داغ لیرې کولو وخت راغلی. هغې په څه کم یوه ساعت کې زما عکس لس کاله ځوان وښود او ۲۰ کیلو یې ډنګره وښودم.

پوستکی مې سپین شو، مخ مې بدل شو، سترګې مې پرانیستل شوې، ورمېږ او پښې مې وغځول شوې، لاسونه او ملا مې نري وښوول شول.

حیرانه شوم، فکر مې کاوه، چې دا به زه نه یم.

ورته مطالب