سوریه کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په ډېرېدا ده

د سوریې یو بې ځایه شوی ماشوم
Image caption تر پنځه کلنۍ ټیټ سوري ماشومان تر ډېره د ګوزڼ ناروغۍ ښکار ګرځېدلي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په سوریه کې لږترلږه ۲۲ ماشومان، چې زیاتره یې تي خوري دي، د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي.

که چېرې دا شمېره سمه وخېږي، دا به په ۱۴ کلونو کې لومړۍ ځل وي، چې په دې ناروغۍ دومره ډېر ماشومان اخته کېږي.

د سوریې د روغتیا وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ د ګوزڼ ضد واکسین پیل کړي.

په سوریه کې تر جګړې مخکې ۲۰۱۱ کال نژدې ۹۵ سلنه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شوي.

یونیسف وايي، نژدې ۵۰۰ زره ماشومانو ته دا مهال لاهم د پولیو ضد واکسین نه دي ورکړل شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، شکمن دي، چې دغه وژونکې ناروغي به د سوریې دیر الزور ولایت کې ډېر ژر خپره شي.

رویټرز خبري اژانس د روغتیا نړیوال سازمان د ویاند اولیفر روزینباور له قوله ویلي چې "نژدې ۲۲ ماشومان د شل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي. موږ هڅه کوو، چې د دې ناروغۍ مخه ونیسو".

خو تر اوسه طبي معایناتو ایله د ګوزڼ د دوو پېښو پخلی کړی، چې د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، راتلونکې اونۍ به د ۲۰ نورو ماشومانو د ګوزڼ معاینات بشپړ شي.

د خوړو پراخ کمپاین

دا مهال، تر ۱۰۰ زرو ډېر ماشومان، چې د ټولو عمرونه تر پنځو کالو ټيټ دي، یوازې په دیرالزور ولایت کې د ګوزڼ له خطر سره مخامخ دي.

دغه ولایت د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سختو خونړیو جګړو شاهد و.

لاهم دغه ولایت د بشارالاسد پلوي حکومتي ځواکونو په لاس کې دی، خو مخالفین یې د ولایت په لمن کې پرتو سیمو واکمن دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له ملګرو ملتونو او د سوریې له روغتیا وزازت او ځینو نورو اړوندو بنسټونو سره په ملتیا سره په ګډه د پولیو ضد واکسین او خوړو پراخ کمپاین پرمخ بیايي.

په ژنیوا کې د بي بي سي خبریاله ایموجین فاکس وايي، اټکل دی چې شاید دغه پراخ پروګرام په ناامنو سیمو کې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي او چارې یې ډېرې ټکنۍ شي.

همدا شان، له سوریې نژدې نیمايي متخصص ډاکټران د ناامنیو له کبله وتلي دي.

Image caption د نړۍ په زیاترو پرمختللو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغي نژدې په نشت حساب ده، خو د افغانستان، پاکستان او نایجریا په څېر په نورو بې وزله هېوادونو لاهم د دغې ناروغۍ بېلګې شته.

په سوریه کې د روانې څه باندې ۳۱ میاشتې جګړې په لړ کې نژدې پنځه میلیونه وګړي په کور د ننه بې ځایه شوي، دوه میلیونه نور ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د نړۍ په زیاترو پرمختللو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغي نژدې په نشت حساب ده، خو د افغانستان، پاکستان او نایجریا په څېر په نورو بې وزله هېوادونو لاهم د دغې ناروغۍ بېلګې شته.

په ۱۹۸۸ کال د روغتیا د نړیوال سازمان له پیل راهیسې په نړۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ۳۵۰ زرو ته رسېدې، چې تېر کال دغه شمېره یوازې ۲۲۳ پېښو ته راټیټه شوې وه.

که څه هم ددې ناروغۍ درملنه نه شته، خو واکسین یې کولی شي د ناروغۍ مقاومت کم کړي.

په دې ناروغۍ تر ډېره کوچني ماشومان ډېر اخته کېږي، چې ان د شل کېدو سبب یې ګرځي.

ورته مطالب