مصر د اخوان المسلمین مشر عصام العریان نیولی

عصام العريان
Image caption عصام العریان د مصر د پارلمان غړیتوب هم درلود.

مصري چاراکو ویلي، چې د څارنوالۍ په امر یې د اخوان المسلمین یو مشر عصام العریان نیولی دی.

"رویټرز" خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله ویلي: "هو، هغه ونیول شو، نور جزییات به لږ وروسته خپاره شي".

د "الشرق الاوسط" خبري اژانس هم د العریان نیول کېدل تایید کړي دي.

دغه اژانس د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي، چې العریان نوې قاهره کې پخپل کور کې ونیول شو.

سیمه ییزو ورځپاڼو هغه انځورونه خپاره کړي، چې وايي د العریان د نیول کېدا پرمهال اخیستل شوي.

العریان د "ازادۍ او عدالت" ګوند مرستیال مشر دی.

په مصر کې چارواکو د منتخب ولسمشر محمد مرسي تر لیرې کېدا او نیول کېدو وروسته، د اخوان المسلمین ګوند ګڼ غړي او مشران نیولي دي.

د اخوان المسلمین ګوند مشر محمد بدیع او د هغه مرستیالان او نور چارواکي د لاریون کوونکو د وژونکو پر هڅونې تورن دي.

د مصر حکومت پرېکړه کړې وه، چې د اخوان المسلمین ډله دې د کورنیو ګوندونو له لسته وایستل شي.

دا پرېکړه د اخوانیانو پر ټولو فعالیتونو د بندیز، د هغوی د شتمنیو د کنګل کېدا له فیصلې وروسته وشوه.

په پام کې ده، چې د مصر مخکنی منتخب ولسمشر محمد مرسي محاکمه شي.

ورته مطالب