امریکا اروپا کې د جاسوسۍ پروګرام دفاع کړې

Image caption د امریکا پر استخباراتي پالیسي له سره غور کېږي او دې که به د نورو رازساتنه او شخصي مسایل په پام کې ونیول شي. جي کارني

د امریکا له لوري د جرمن چانسلرې انګلا میرکل د ټیلیفون څارنې له رپوټونو خبرېدو وروسته، د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، د پټو معلوماتو تر لاسه کولو سسټم ته باید یو برید ټاکلی وي.

بل لور د امریکا د سنا استخباراتي کمېټې مشرې، هېواد کې د څارګرو فعالیتونو د بشپړ جاج اخیستو غوښتنه کړې.

د نوموړې دغه څرګندونې د سي ای اې پخواني کارکوونکي اېډورډ سنوډن له هغو انکشافاتو وروسته مخې ته راځي، چې ګواکې د امریکا د استخباراتو ملي ادارې د جرمن چانسلرې په شمول د ۳۴ نړیوالو مشرانو څارنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني د دوشنبې په ورځ وویل چې د هېواد پر استخباراتي پالیسي یې له سره غور کېږي او دې که به د نورو رازساتنې او شخصي مسایل په پام کې ونیول شي.

واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرو کې نوموړي وویل:

"اداره داسې فکر کوي، چې موږ د استخباراتي معلوماتو راټولولو او کاروونې لړ کې یوه حد ټاکلو ته اړتیا لرو."

د امریکا حکومت په ارو‍پا کې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو له خپل پروګرام څخه دفاع کړې ده. خو ترڅنګ يې داهم ویلي چې کېدای شي د جاسوسۍ خپلې لارې چارې بدلې کړي. د سپینې ماڼې ویاند جي کارني وویل استخباراتو د امریکا او متحدینو له خوندې کولوسره مرسته کړې ده او دا چې دا چاره د امریکا د اقتصادي ګټو په موخه نه ده ترسره شوې.

" ولسمشر د امریکا د استخباراتو ملي ادارې د مشرتابه او د هغو پر کارکوونکو چې د هر امریکايي او زموږ د متحدينو په استازیتوب بيساري کارونه کوي او هغوی خوندي ساتي بشپړ باور لري. د مسالو د غور په ترڅ کې به دې ته کتنه وشي چې موږ څنګه کولی شو چې د خ‍پلو او خپلو متحدينو د امنيتي اړتیاوو او د خلکو د محرمياتو تر منځ چې موږ ټول پرې ګډې اندېښنې لرو یو انډول رامنځ ته کړو .

بل لور ته د امریکا په سنا کې د استخباراتي کمېټې مشرې ډیانا فانټسن د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا له لوري د دوستو هېوادونو د مشرانو څارنه سمه چاره نه ده او وايي سپینې ماڼۍ ډاډ ورکړی، چې دغه ډول فعالیتونه به په بشپړ ډول ودروي.

د هغې په وینا اصلاً دا هم سمه نه ده، چې د امریکا ولسمشر ته معلومه نه وه، چې دغه ډول فعالیت دوام لري. په ظاهره د امریکا ولسمشر باراک اوباما ته د سږني دوبي تر مهاله معلومه نه وه، چې د امریکا څارګرې ادارې د جرمن چانسلرې د ټیلیفون څارنه کوي او دغه چاره له تېرې یوې لسیزې راهیسې دوام لري.

د هغې په وینا:

"په بېړنیو حالاتو کې باید امریکا د ولسمشر له اجازې پرته د دوستو هېوادونو د ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو ټیلیفوني اړیکي او برېښنا لیکونه ثبت نه کړي."

دغه څرګندونې داسې مهال مخې راځي چې د اروپاايی پارلمان یو پلاوی د امریکایي استخباراتو له لوري د اروپايي هېوادونو د يو شمېر مشرانو او وګړو د ټيلفوني خبرو د اورېدو له ادعاو وروسته د معلوماتو راټولولو لپاره همدا اوس په واشنګټن کې دی.

ورته مطالب