اسراییلو ۲۶ فلسطیني بندیان خوشي کړل

فلسطینیان
Image caption د اسراییلو حکومت د تېرې یکشنبې په ورځ د هغو ۲۶ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو ژمنه وکړه، چې له ډېر وخت راهیسې اسراییلي زندانونو کې پراته وو.

اسراییلي چاراوکو له خپلو زندانونو هغه شپږویشت فلسطیني بندیان خوشي کړي، چې له ډېرې مودې راهیسې اسراییلي زنداننو کې بندیان وو.

د فلسطینی د بندیانو چارو وزیر عیسی قراقع د ۲۱ فلسطیني بندیانو د تسلیمولو پرمهال وویل، دغه بندیان د امریکا په منځګړیتوب د فلسطیني او اسراییلو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو د ښه نیت په خاطر خوشي شوي دي.

همداشان، د چارشنبې پر ګهیځ وختي پنځه نور فلسطیني بندیان، چې د غزې تراډې او د بیت حانون سیمې وو، خوشي شوي دي.

د بندیانو خپلوانو د خپلو عزیزانو په لیدو له ډېرې خوښحالۍ اوښکې تویې کړې، چې ان ځینو کورنیو یې خپل بندي غړي له څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې نه وو لیدلي.

د اسراییلو حکومت د تېرې یکشنبې په ورځ د هغو ۲۶ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو ژمنه وکړه، چې له ډېر وخت راهیسې اسراییلي زندانونو کې پراته وو.

د ویلو ده، چې له یوه بندي پرته پر دغو خوشي شویو ټولو بندیانو د عمري بند پرېکړه شوې وه، چې هر یوه یې د ۱۹ او ۲۹ کلونو ترمنځ زندان تېر کړی.

د حماس هرکلی

حماس ډلې له اسراییلي زندانونو د فلسطیني بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی، خو "د ټولو فلسطیني بندیانو د خوشي کېدو" غوښتنه یې کړې ده.

تېره اونۍ حماس له اسراییلو سره د سولې خبرې یو ذلیله کار بللی و، او غوښتنه یې کړې وه، چې دا خبرې دې سم لاسي ودرول شي.

Image caption د بندیانو د خوشي کېدو په هرکلي کې فلسطینیان د غزې او اسراییلو ترمنځ پر پوله ګڼه ګوڼه جوړي
Image caption خوشي شوي بندیان د خپلوانو او خپلو وطندارانو له خوا پر اوږو یووړل شول
Image caption د بندیانو تر خوشي کېدا مخکې، اسراییلیانو د قدس په لمن کې د اسراییلي زندان مخې ته لاریون وکړ

د سولې خبرې

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دوه ورځې مخکې له فلسطینيانو سره د سولې د خبرو بیا پیلېدو غوښتنه کېړ وه.

په تېر جولای کې اسراییلو وویل، چې له خپلو زندانونو به ۱۰۴ فلسطیني بندیان په څلورو پړاوونو کې خوشي کړي.

د بندیانو لومړۍ جوپه جې ۲۶ بندیان وو، د تېر اګست پر ۱۲ خوشي شول.

دغه بندیان د غزې تراډې او لوېديځې تراډې وو.

ورته مطالب