د نړۍ د تر ټولو غوره ښوونکي سيالي

Image caption راتلونکی کال د نړۍ د تر ټولو ښه ښوونکي له پاره سیالۍ پیلېږي.

راتلونکی کال به د نړى د تر ټولو ښه ښوونکي د موندلو لپاره سیالۍ پیلېږي.

گټونکي ته به په دوبۍ کې د یو میلیون ډالر په ارزښت جايزه ورکول کېږي.

دا جایزه د وارکې ګېمز بنسټ او د عربي متحدو اماراتو د امیر مرستیال شیخ محمد بن راشېد المختوم له خوا رامنځ ته شوې ده.

د عربي اماراتو مرستیال وایي ښوونکي د بدلون رښتيني استازي دي.

د دې سیالۍ پوره جزیيات به په را روان مارچ کې په دوبۍ کې په ډاګه کېږي.

په جزیاتو به د زده کړو او مهارتونو په نړیواله جرګه ګۍ کې بحث کېږي چې په عربي اماراتو کې جوړېږي.

له بېلا بېلو هېوادونو به ښوونکې غوره کېږي او نړیوال منصفه پلاوى به ګټونکي معلوموي.

په منصفه پلاوي کې به د ښوونې د برخې کارپوهانو په ګډون، پخواني نړیوال مشران او د ټولنې وتلي مشران غړيتوب ولري.

د دې بنسټ مشر د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر بېل کلېنتن دی.

دا جایزه چې د وارکې ګېمز د بسنټ لخوا رامنځ ته شوې د ښوونکي دمسلک ارزښت په داسې توګه په ګوته کوي چې د نوبل له جایزې سره سیالي کولی شي.

د دې بنسټ پلټنو موندلې چې د نړۍ په لر او بر کې د ښوونکو په وړاندې درنښت زیات شوی دی.

جوته شوې چې چین د نورو هېوادونو په پرتله ښوونکو ته زیات درناوی کوي.

دا جایزه به د ښوونکي دنده لا درنه کړي.

ګېمز بنسټ جوړونکی سوني وارکې وايي موږ غواړو ښوونکي د ستورو په څېر نړۍ ته ور وپېژنو او د زده کړې د کچې ملاتړ وکړو.

دا په ګوته کول غواړو چې ښووني زموږ په ژوند څومره مثبت اغېز کولی شي.

د عربي اماراتو مرستیال امیر شیخ المختوم وویل د زده کړې ملاتړ له بشري پرمختګه ملاتړ دی او د ښوونکو دندې ته ارزښت ورکول په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو د ارزښت په مانا دی.

ورته مطالب