نيجر کې ۸۷ کډوال د تندې له امله مړه شوي دي

Image caption د قربانيانو له نيمايي زيات يې ماشومان او تنکي ځوانان دي

په نايجر کې ژغورونکو د هغو ۸۷ کسانو جسدونه موندلي، چې په یوه دښته کې د موټر د خرابېدو وروسته د تندې له امله مړه شوي دي.

يو ژغورونکی مصطفی الحسن وايي، د قربانیانو جسدونه چې ډېری يې ښځې او ماشومان و، په ډېر بد وضعيت کې و.

دی وایي د مړو د جسدونو ځينې برخې نه وې او د دې شونتيا شته، چې ښايي حيواناتو به خوړلي وي.

د ده په خبره، احتمالآ يو مسافر وړونکی موټر چې د نايجر په شمال کې يې د آرلېت له ښار حرکت کړی و، په يوه دښتنه کې خراب شوی دی.

ښاغلی الحسن وايي دغه پېښه ښايي د سپټمبر مياشتې په وروستيو او يا هم د اکتوبر په لومړیو کې شوې وي.

دی وايي داسې برېښي چې د موټر د هغو لسو سپرليو په ګډون چې ځانونه يې آرلېت ته رسولي او د دغې پېښې خبر يې ورکړی، ځينې يې پلې تللي وي.

د دوشنبې په ورځ راپور ورکړای شو، چې د پنځو کسانو جسدونه وموندل شول او د ۳۵ کسانو جسدونه لا هم بې درکه دي.

خو وروسته وويل شول، چې ټول ۷۸ جسدونه موندل شوي او آرلېت ته لېږدول شوي دي.

له دې وروسته ژغورونکې ډلې او داوطلبه ځواکونه د دغو تري تم شويو کسانو د موندلو لټه پيل کړه او ځانونه يې د الجزاير په لس کيلومترۍ کې د پېښې ځای ته ورسول.

ګومان دا دی چې دغه کسان کارګر کډوال وو چې له خپلو کورنيو سره د کار موندلو په نيت اروپايي هېوادونو ته د ځان رسولو لپاره له دغې دښتې تېرېدل.

د قربانيانو له نيمايي زيات يې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

نايجر اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د مرکزي افريقا د کارګرانو يوه اصلي لار ده، خو ډېری د دوی په شمالي افريقا کې پاتې کېږي.

ورته مطالب