م. م: امريکا ډاډ ورکړی چې جاسوسي يې نه کوي

Image caption د اډوارډ سنوډن له لوري خپاره شوي مالومات ښيي چې د امريکا استخباراتې ادارې د نړۍ ميلياردونه مکالمې اورېدلي دي

ملګري ملتونه وايي، د امريکا له لوري ډاډ ورکړل شوی، چې د امريکا د استخبارات د دغه سازمان د داخلي اړيکو جاسوسي نه کوي او نه په راتلونکې کې داسې اراده لري.

خو پخپله د امريکايي چارواکو له لوري په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

د ملګرو ملتونو يوه وياند مارټن نیسريکي په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، چې ايا مخکې د امريکا استخباراتي ادارې د دغه سازمان جاسوسي کړې، که نه.

خو دی وايي، واشنګټن ډاډ ورکړی چې امريکا همدا اوس نه د نړیوال سازمان خبرې څاري او نه به یې په راتلونکې کې وڅاري.

امريکا دغه ژمنه د هغه راپور له خپرېدو وروسته کوي، چې ګواکې د امریکا ملي استخباراتي ادارې تېر کال د ملګرو ملتونو پټ کوډونه مات کړي او پټو "مخابراتي" اړیکو ته یې لار موندلې.

د ملګرو ملتو دغه وياند وويل: "موږ له امریکايي چارواکو سره، غږېدلي یو او امریکايي چارواکو ډاډ راکړی، چې د ملګرو ملتو مخابراتي اړیکي نه اوس څارل کېږي او نه به راتلونکې کې داسې وشي".

د امریکا متحدو ایالتونو ملي استخباراتي ادارې هغه رپورټونه رد کړي، چې ګواکې د یاهو او ګوګل د مرکزي ډیټا مرکزونو ترمنځ ارتباطي اړیکي یې په پټه ثبت کړي دي او د ملیونونو کاروونکو اکاونټونو ته یې لاسرسی موندلی.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپاره شوي اسناد ښيي، چې هره ورځ له پراخو داخلي انټرنیټي اړیکو نه د متن، انځوريز او ږغيز پیغامونه په پراخه کچه راټولېدل.

داسې ادعا کېږي، چې دغه ډیټا وروسته د 'این ایس اې' له خوا د يوه پروګرام پر مټ له برتانوۍ سیالې ادارې 'جي سي ایچ کیو' په مرسته چاڼ کېدل.

په واشنګټن کې د انټرنټي بريدونو له یوې غونډې وروسته د خبرو پر مهال جنرال کیت الکسانډر وویل، دی په دې باور دی، چې دغه تورونه، ناسم دي:

"زه په دې اړه نه یم خبر، داسې نه دي شوي، اصلاً تېر جون میاشت کې داسې تورونه لګیدلي وو، چې ګواکې این ایس اې د یاهو او ګوګل سرورونه یا یې زموږ له صنعت نه په تکرار ثبت کاوه. رښتیا دا دي، چې دا سمې خبرې نه دي".

د امريکا د استخباراتي ادارې له لوري په پټه په نړۍ کې د خلکو د خبرو اورېدو په اړه د اډوارډ سنوډن افشاګريو نړیوال هک پک کړل.

څو اوونۍ وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د امريکا څارګرې ادارې له ۲۰۰۲ کال راهيسې د جرمني د چانسلرې انګېلا مېرکل ټيليفون څارلی دی.

ورته مطالب