۱۴ کاله وروسته ۴ ترکۍ وکېلانې له پړوني سره

Image caption ترکيې اوس هغه بندېز لرې کړی، چې ښځې نه شي کولی په دولتي ادارو کې پړونی په سر کړي

په ۱۹۹۹ کال کې هم يوې وکيلې هڅه کړې وه چې له حجاب سره د پارلمان په غونډه کې کېني، خو هغه وخت د نورو وکیلانو له خوا د نوموړې پر ضد شعارونه ورکړل شول او اړه شوه چې له پارلمان نه ووځي.

خو دغه څلور وکیلانې د واکمن 'عدالت او پرمختګ ګوند غړې دي او پارلمان ته له داخلېدو وروسته د جرګې ځينو استازو له دوی سره ګډ عکسونه هم واخيستل.

د دغو څلورو وکيلانو له ډلې يوې يې وویل، له دې څرګندېږي چې اوس په ترکيه کې هم ښځو ته مساوی حقوق ورکول کېږي.

دا وايي وړاندې تر دې د ښځو ترمنځ توپيري چلند کېده او يوازې هغه ښځې پارلمان ته پرېښودل کېدې، چې پړوني يې نه لرل.

دغه وکيله وايي: "د ترکيې جمهوريت په ۹۰ کلن تاريخ کې مېرمنو له بده مرغه يوازې د پردې ترشا او کمزوری سياسي رول درلود. له هغه راهيسې چې د عدالت او پرمختګ ګوند واک ته رسېدلی، نو مېرمنې هم له نېکه مرغه راوړاندې شوي او اوس په پارلمان کې کابو ۱۵ سلنه څوکۍ لري".

دا وايي د ترکيې په دموکراسۍ کې تل تل د نارينه او ښځو ترمنځ د مساوي حق خبره کېده، خو په خبره يې دېته د چا پام نه و، چې حجاب لرونکې مېرمنې پارلمان ته نه پرېښودل کېږي.

دا وايي له نېکه مرغه اوس دغه توپيري چلند له منځه ولاړ او ښځې او نارينه مساوي حقوق لري.

ترکيې په وروستيو کې پر مېرمنو لګېدلی هغه بندېز لرې کړ، چې له مخې یې دوی نه شو کولای په دولتي ادارو کې پړونی يا حجاب واغوندي.

خو اوس هم پر دغې موضوع تاوده بحثونه روان دي او سيکولر ګوندونه تور لګوي چې واکمن ګوند دا ګام د ټاکنو د ګټلو لپاره پورته کړی دی.

ورته مطالب