جان کېري منځني ختيځ ته ۹ ورځنی سفر پيل کړی

Image caption جان کيري خپل سفر له سعودي عربستان نه پيلوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نن د منځني ختيځ او شمالي افریقا نهه ورځنی سفر پيل کړ.

سعودي عربستان، اردن، مراکش او اسراييل د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې ښاغلی کېري به په خپل کاري سفر کې ترې ليدنه وکړي.

سره له دې چې مصر ته سفر، د ښاغلي کېري په اجنډا نه کې نه شته، خو غير رسمي راپورونه وايي چې ښايي نوموړی دغه هېواد ته هم سر ورښکاره کړي.

د امريکا او د مصر د نوي حکومت اړيکې چې پر محمد مرسي د کودتا په پايله کې رامنځته شوی، اړيکې سړې شوې دي.

ټاکل شوې سبا د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي چې د پوځ له لوري په زور لرې کړای شو، محاکمه شي.

مصر ته د سفر پر مهال به امريکا هڅه وکړي، خپلې پخوانۍ اړيکې د مصر له نوي حکومت سره بېرته ټينګې کړي.

جان کېري به دغه راز په خپل نهه ورځني سفر کې ابوظبۍ، الجزاير او په ختيځه اروپا کې لهستان ته هم ورشي.

سعودي عربستان به لومړنی هېواد وي چې جان کېري به ترې خپل سفر پيلوي.

د عربستان حکومت په وروستيو کې وروسته له هغه چې د سوريې پر وړاندې قاطع دريځ غوره نه کړ او د مصر له نوي حکومت نه يې ملاتړ ونه ښود، ناخوښي څرګنده کړې ده.

ټاکل شوی ښاغلی کېري د سعودي په پلازمېنه ریاض کې په ځانګړي ډول په دفاعي او سوداګريزو اړيکو خبرې اترې وکړي.

د سوريې موضوع ممکن په ټول منځني ختيځ کې د خبرو د سر سر موضوع وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير به په بيت المقدس او بيت لحم کې د فلسطين او اسراييلو له مشرانو سره د سولې خبرو په تړاو وغږېږي.

ورته مطالب