وتلې سندرغاړې ريشما د ۶۶ کلونو په عمر ومړه

Image caption ريشما ۱۲ کلنه وه، چې د پاکستان په ملي راډيو کې يې اواز خپور شو

د پاکستان مشهوره سندرغاړې ریشما د ۶۶ کلونو په عمر په لاهور ښار کې ومړه.

د پاکستان د حکومتي او ځايي رسنيو د راپورونو پر بنسټ، ريشما له اوږدې مودې راهيسې د ستوني سرطان په ناروغۍ اخته وه.

راپورونه وايي دغه ناروغي پر دې له تېرې يوې میاشتې راهيسې سخته شوې وه او په کوما حالت کې وه.

د (بلبل صحرا) په نوم مشهوره ريشما په ۱۹۴۷ کال کې د هند د راجستان ايالت په بيکانير ښار کې زېږېدلې وه.

دا د هند د لويې وچې له وېش وروسته چې پاکستان او هند هېوادونه ترې جوړ شول، له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړل.

د پاکستان حکومت ريشما د (امتياز ستوري) پر جايزې هم نازولې وه، چې په پاکستان کې ستره جايزه ده.

د ريشما تر ټولو مشهورې سمندرې ( لمبي جدايي، های او ربا نهي لګدا دل ميرا، سن چرخې دې مټهي مټهي کوک او اکهیو کو رهنې دو اکهيو کې پاس) دي.

ريشما هغه مهال چې عمر يې ايله د ۱۲ کلونو و د لال شهباز قلندر په عرس کې د پاکستان په ملي راډيو کې د خپل هنر ننداره وړاندې کړه.

دا د خپل هنر له امله په پاکستان او هند دواړو کې يو شان مشهوره وه او د خلکو ترمنځ محبوبه وه.

ريشما د پاکستان يو له مشهورو سندرغاړو بلل کېږي، چې اواز يې په هند او پاکستان کې ميليونونه مينه وال لري.

دې د پاکستان په ملي راډيو او تلوېزيون کې مشهورې سندرې ويلي، چې ډېرې يې تلپاتې دي.

ورته مطالب