امریکا: له طالبانو سره د پاکستان خبرې 'کورنۍ موضوع' ده

Image caption پاکستان کې د بې پلوټه الوتکو د بریدونو ضد څو ځلې لاریونونه شوي.

د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د مشر حکیم الله مسعود تر وژل کېدا وروسته پاکستان ویلي چې په دغه برید سره امریکا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر ویجاړ کړی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې له طالبانو سره د پاکستان د سولې خبرې 'کورنۍ موضوع' ده.

سرچینه ټینګار کوي، چې پاکستان او امریکا ''د سخت دریځۍ له منځه وړلو په برخه کې مشترکه تګلاره لري''.

داسې رپوټونه هم شته چې ګني حکیم الله مسعود د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د تېرې جمعې ورځې برید کې نه دی وژل شوی.

خو پاکستاني طالبانو په رسمي توګه د خپل مشر د وژنې خبر تایید کړی دی.

جنوبي وزیرستان کې د طالبانو د تحریک ویاند اعظم طارق رسنیو ته د تیلېفون پر کرښه ویلي، چې حکیم الله مسعود د تېرې جمعې په ورځ شمالي وزیرستان کې د امریکا بريد کې وژل شوی.

پاکستان د دغه برید په تړاو اسلام اباد کې د امریکا سفیر د توضیحاتو لپاره ورغوښتی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي، د طالبانو پر مشر دغه مرګونی برید ''نه یوازې د یوه کس د وژلو برید و، بلکې د سولې ټولې هڅې یې په سیند لاهو کړې''.

د امریکا بې پیلوټه الوتکو شمالي وزیرستان کې له حکیم الله مسعود سره د پاکستاني حکومت له لوري د سولې د خبرو تر هڅو ایله یوه ورځ وروسته کړی دی.

د طالبانو غچ

ښاغلي نثار د امریکا متحده ایالتونه د سولې د ټولو هڅو په ''ویجاړولو'' تورنه کړې ده، چې په وینا یې له واشنګټن سره به هر ډول اخیستونکی ګام په غور واخیستل شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرويز رشید ویلي ''امریکا په دې هڅه کې ده، چې په ډرون بریدونو سره د سولې بهیر له منځه یوسي، خو موږ به د سولې بهیر ناکامولو ته پرې نه ږدو''.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: ''د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د حکومت د سولې خبرې د پاکستان کورنۍ موضوع ده، د نورو جزییاتو لپاره باید له پاکستاني حکومت سره تماس ونیول شي''.

دغه چارواکی زیاتوي: ''عموماً، د امریکا متحده ایالتونا او پاکستان د سخت دریځۍ له منځه وړلو لپاره مشترګه تګلاره لري، چې په سیمه کې له ښه سوله، ثبات او امنیت راشي''.

''له پاکستان سره پر ټولو هغو عناصرو او موضوعاتو زموږ خبرې روانې دي، چې ګډ منافع مو پکې خوندي دي''.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له طالبانو سره د سولې په تړاو خبرو ته لېوالتیا ښوولې وه، او هڅه یې دا وه، چې په هیواد کې د روان تاوتریخوالي لمن نوره ټوله شي.

د پاکستان وروستیو کلونو تاوتریخوالو (بمبار، چاودنو او هدفي وژنو) کې زرګونه کسان وژل شوي دي.

د طالبانو یوه لوړپوړي مشر بي بي سي ته ومنله، چې حکیم الله مسعود د امریکا بې پیلوټه الوتکې په هغو څلورو توغندیو له خپلو څلورو ملګو سره سره ووژل شو چې شمالي وزیرستان کې يې د هغه موټر په نښه کړ.

Image caption د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي، د طالبانو پر مشر دغه مرګونی برید ''نه یوازې د یوه کس د وژلو برید و، بلکې د سولې ټولې هڅې یې په سیند لاهو کړې''.

په وژل شویو کې دوه د مسعود ساتونکي وو.

د پاکستان رسنیو وویل، چې د مسعود مړی د شمالي وزیرستان قبایلي سيمې یو نامعلوم ځای ته وړل شوی.

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند اعظم طارق په داسې حال کې د مسعود د غچ اخیستو ګواښ کړی، چې پاکستان خپل پوځ ته د لوړې کچې تیارسئ امر کړی و:

''د حکیم الله مسعود د وینې هر څڅېدلی څاڅکی به په ځانمرګي برید ورکوو. امریکا او د دوی ملګري به خوشحاله وي، خو موږ به د خپل شهید مشر غچ ارومرو اخلو''.

د تېرې شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو شورا د خپل نوي مشر ټاکلو لپاره غونډه لرله. نا تایید شویو رپوټونو ویلي، چې سیمه ییز قومندان خان سید سنجنا د مشر په توګه ټاکل شوی.

ورته مطالب