د بنګله دېش لخوا د برتانیا مسلمانانو مشر ته د مرګ سزا

چودهري معین الدین د برتانیا شهزاده چارلز سره
Image caption چودهري معین الدین د برتانیا مسلمانانو د شورا بسنټ ایښودونکی دی او د بنګالي مسلمانانو د ټولنې مشري هم کوي

بنګله دېش کې د جنګي جرمونو یوې ځانکړې محکمې، ۱۹۷۱ کال کې د دغه هېواد د خپلواکۍ جګړې پر مهال د خپلواکۍ د ۱۸ پلویانو په وژنه کې د لاس درلودو له کبله دوه بهر مېشتي بنګله دېشیان د مرګ په سزا محکوم کړي دي.

قاضي وویل، چودهري معین الدین، چې اوس برتانیا کې اوسي او یو بل امریکايي تبعه اشرف الزمان خان د هغې ملېشې غړي وو، چې د پاکستاني پوځ ملاتړ یې کاوه، معنوي مرسته یې کوله او په وژنو کې یې برخه لرله.

دوى د سړي تښتونې او د خپلواکۍ د ملاتړو دوژلو پر يوولسو تورنو پړه بلل شوي دي .

د نيويارک ميشتې د بشري حقونو د څار دنړيوال سازمان په گډون د بشري حقونو يو شمير ډلو په دې برخه کې د خپلواکې جنايي محکمې پر لارو چارو نيوکې کړي دي او هغه يې نيمگړې بللې دي.

څارنوالانو ويلي دي چې معين الدين د البدر د اورپکې ډلې غړى دى چې د پاکستاني پوځ په ملاتړ يې د ختيځ پاکستان يا اوسني بنگلديش دخپلواکۍ پرضد جگړه کوله .

د څارنولانو په وينا هغه د جگړې په وروستيو ورځو کې د خپلواکۍ پلوه مبارزينو او په دې ډله کې د پوهانو او خبريالانو په وژنه کې ښکيل و.

قاضي مجيب الرحمن ميا ډکه کې محکمې ته وويل چې دوى د خپلواکۍ د اتلسو پلويانو په وژلو کې ښکيل و

د اسوشتيد پريس اژانس د يوه مشر قاضي عبدل حسن له خولې ويلي چې که دوى ته د اعدام ترټولو سخته جزا ورنکړ ل شي نو عدالت به پرځاى نه شي.

معين الدين چې لندن کې ژوند کوي او خان چې نيويارک کې اوسېږي دواړه له بنگلديش څخه کډه شوي دي.

محکمه په دې کې پاتې راغله چې دوى محکمې ته حاضر کړي .

دوى پرې لگول شوي تورونه رد کړي دي او مدافع وکيلانو يې دا يوه سياسي محاکمه بللې ده.

د جنګي جرمونو ځانګړې محکمه

دغه محکمه دريو مياشتو کې بشپړه شوه او په دې ډېره وغځېدله چې د محکمې له لوري غوره شويو مدافع وکيلانو د تورنو د کورنيو له همکارۍ څخه بي برخي و.

تېر کې همدې محکمې د بنگلديش د جماعت اسلامي او بنگلديش دملتپال گوند پخوانيو او اوسنيو مشرانو ته د مرگ سزا ورکړه.

د جنورۍ راهيسې تر سلو ډېر کسان نړيوالې جنايي محکمې له لوري د ورکړل شويو دغو سزاگانو پر ضد په احتجاجونو کې وژل شوي دي.

دغه محکمه په ٢٠١٠ کال کې پر حکومت د واکمن عوامي ليگ له لوري جوړه شوه چې د بنگلديش د خپلواکۍ د جگړې پر مهال د پاکستاني پوځ ادعاشوي سيمه ييز پلويان محاکمه کړي . دچارواکو په وينا په دې جگړه کې درې ميليونه کسان وژل شوي دي .

خو د حکومت مخالفانو دغه محکمه غندلې او د حکومت د مخالفينو د ځپلو لپاره يې يوه وسيله گڼلې ده.

ورته مطالب