د "منډېلا.. د خپلواکۍ پر لور اوږد سفر" فلم لومړۍ ننداره

Image caption ادريس البا فلم کې د منډېلا رول لوبولی دی.

جنوبي افریقا کې د "منډېلا. . د خپلواکۍ پر لور اوږد سفر" فلم شاهده ده.

دغه فلم د منډېلا د هغه ژوند په اړه جوړ شوی، چې سوېلي افریقا کې د توکم پالنې له اړخه تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی و.

اټکل دی، چې د فلم سوداګریزه تماشا به د روانې اکتوبر میاشتې پر اته ویشتمه د سینما په سالونونو کې پیل شي.

منډېلا د ناوړه روغتیايي وضعیت له کبله د دغه فلم کتلو ته حاضر نه شو.

منډېلا د جنوبي افریقا هغه لومړنی ولسمشر و، چې په هېواد کې يې د توکم پالنې پرضد ټینګه مبارزه وکړه، ان تر دې چې په ۱۹۹۴ کال ولسمشرۍ ته ورسېد.

د منډېلا لور زیندزي ویلي، چې له دغه فلم ډېره متاثره شوې ده.

په دغه دوه ساعته فلم کې له ماشومتوبه د منډېلا ژوند انځور شوی، ان تر دې چې په ۱۹۹۴ کال له زندانه ووت.

زیندزي وايي "زما د پلار تر نیول کېدا وروسته، داسې یوه صحنه هم شته، چې زه او زما خور به په کور کې یوازې وو، بیا زما مور نیول کېږي او زما خور زما پالنه کوي، او ما ته خواړه چمتو کوي".

هغه زیاتوي: "دغه ساده صحنه هغه یادونه راپه یادوي، چې د خپل بندي شوي پلار لیدو ته سخت لېواله وو او هغه له خپل کورني ژونده محروم شوی و".

منډېلا په زندان کې وروسته تر هغه ۲۷ کلونه تېر کړل، چې په ۱۹۹۶۴ کال د ترهګرۍ په تورونو تورن شو، او ان تر ۱۹۹۰ کال پورې زنداني و.

Image caption منډېلا د ناروغۍ له کبله د فلم تماشا ته حاضر نه شو.

منډېلا د هېواد تر ولسمشر کېدا وروسته، د یوه نړیوال مبارز لقب خپل کړ، چې د دیموکراسۍ او د سپین پوستکو او تورپوټکو ترمنځ يې د سولې هلې ځلې کولې.

منډېلا له زندانه تر وتلو څلور کاله وروسته په ۱۹۹۴ کال د هېواد ولسمشر شو.

دا لومړی ځل نه دی، چې د یوه مبارز پر ژوند فلم جوړېږي، تر منډېلا مخکې په ۲۰۰۹ کال هم د "انفیکتوس" د ژوند فلم جوړ شوی و.

د منډېلا د ژوند په اړه جوړ شوي فلم لومړۍ نندارې ته د جنوبي افریقا د عدلیې وزیر هم ورغلی و، چې په وینا يې د فلم کتلو پرمهال یې له سترګو اوښکې روانې وې.

د منډېلا په کرکټر کې برتانوي ممثل ادریس البا لوبېدلی، چې وايي: "دغه کیسه زما په پرتله او یا د هر بل چا په مقایسه ډېره لویه ده".

ورته مطالب