امریکا: اېډورډ سنوډن نه بښل کېږي

Image caption ۳۰ کلن سنوډن د امریکا د ملي استخباراتي ادارې له لوري نړۍ کې د انټرنیټي او ټیلیفوني څار پروګرام له افشا کولو وروسته له خپله هېواده وتښتېد او روسیې ته ورسېد.

د امریکا د کانګرس د دواړو امنیتي کمېټو مشرانو د تښتېدلي امریکايي شنونکي اېډورډ سنوډن لپاره د بښنې نظر رد کړی دی.

ښاغلي سنوډن د نړیوالې مرستې غوښتنه کړې، چې امریکا دې ته وهڅوي، چې پر نوموړي د جاسوسۍ لګېدلي تورونه لرې کړي. نوموړي دغه غوښتنه د یوه لیک په ترڅ کې کړې چې یوه جرمني سیاستوال ته یې سپارلی او د جمعې په ورځ خپور شو.

خو د سپینې ماڼۍ یوه ویاند وویل، ښاغلی سنوډن باید له عدالت سره مخامختیا لپاره امریکا ته ورستون شي او زیاته یې کړه چې د نوموړي د بښنې په اړه پر هېڅ وړاندیز بحث نه کېږي.

همدغه نظر د کانګرس د یوه جمهوري غوښتونکي غړي مایک راجرز لخوا هم په تلوېزوني خبرو کې څرګند شو.

' زه فکر کوم، چې دا یو ډېر ناوړه نظر دی. که نوموړی غواړي چې هېواد ته راستون شي، او خپله پړه ومني چې له کړې لوړې یې سرغړونه کړې او مالومات یې غلا کړي. د نوموړي د دې کار له امله په القاعده پورې تړلو دریو ترهګریزو ډلو له یوه بل سره د اړیکو لاره بدله کړې. که دی خپل دغه مسولیت ومني، نو زه به په خوښۍ ورسره خبرو ته چمتو شم.'

۳۰ کلن سنوډن د امریکا د ملي استخباراتي ادارې له لوري نړۍ کې د انټرنیټي او ټیلیفوني څار پروګرام له افشا کولو وروسته له خپله هېواده وتښتېد او روسیې ته ورسېد. نوموړي ته روسیې موقته پناه ورکړې او کولای شي، دغه هېواد کې د ۲۰۱۴ تر جولای پورې پاتې شي.

د امریکا له لوري د څار دغه پروګرام په باب ټوله نړۍ کې اندېښنه څرګنده شوه او له امریکايي چارواکو وغوښتل شول، چې دغه پروګرام په کلکه وڅاري.

له هغه وروسته، چې څرګنده شوه، امریکا د جرمن صدراعظمې انګلامېرکل ټیلیفوني اړیکي تر څو کلونو پورې څارلې دي، د دواړو هېوادونو تر منځ دیپلوماتیک اړیکي تر یوه حده ترینګلي شول.

د امریکايي استخباراتو مشر د بهرنیو مشرانو د څارنې عمل دفاع کړې، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، څارګر ځینو مسالو کې له خپل حده تېر شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي، له ولسمشر اوباما سره به په دې باب وغږيږي، چې راتلونکي کې د دغه ډول کړنو مخه ونیوله شي.

ورته مطالب