بنګله دېش: ۱۵۰ سرتېرو ته د مرګ سزا اعلان شوې

Image caption ۳۰ ساعته پاڅون چې د تنخوا او نورو غوښتنو په اړه و، په ۲۰۱۲ کال کې په بلوا واوښت

په بنګله دېش کې يوې محکمې ۱۵۰ سرتېري په ۲۰۰۹ کال کې د يوې خونړې بلوا د کېدو له امله په مرګ محکوم کړې دي.

۱۵۰ نورو کسانو ته چې ډېری يې سرحدي ساتونکي دي، براات ورکړای شوی دی.

د دغې پېښې په تړاو ۲۳ ملکيان د دسيسې له تورونو سره مخامخ دي

د تورنو کسانو په اړه د حکم اورولو لړۍ همدا اوس هم روانه ده.

۸۲۳ کسان چې په ملکي محکمه کې محاکمه شوي، له بلوا وړاندې د پوځي محکمې له خوا زنداني شوي دي.

دغه ۳۰ ساعته پاڅون چې د تنخوا او نورو غوښتنو په اړه و، په ډاکه کې په بلوا واوښت، چې ۷۴ کسه په کې ووژل.

د وژل شويو ۵۷ يې پوځي افسران و.

دغه وخت د بنګله ديش امنيتي ځواکونو د هغې بلوا له کبله چې د ټيټې رتبې زرگونه عسکر د خپلو افسرانو پر وړاندې پورته شوي وو، شپږزره عسکر زنداني کړي وو.

د بشري حقونو د څار ډلو پر دغو محکمو نيوکه کړې او ويلي يې دي چې يوشميرشکمن کسان د بند پرمهال مړه شوي او ځینې نور وهل ټکول شوي دي.

څو مياشتې وړاندې د بنګله ديش په پلازمېنه ډاکه کې لسګونه زره کسان د حکومت د ستر اسلامي ګوند جماعت اسلامي پر ضد د لويو مظاهرو د تنظيموونکي راجېب حيدر د وژل کېدو په وير راټول شوي و.

راجیب حیدر د هغو ۱۲ ورځنيو مظاهرو مخکښ وو چې د جماعت اسلامي ګوند د يوه مشر د اعدام غوښتنه کوي.

د ګوند دغه مشر د هغو ادعا شويو جرمونو له امله چې په ۱۹۷۱ کې له پاکستان نه د بنګله دېش د ازادۍ پر مهال يې ترسره کړي، تر محاکمې لاندې دی.

ورته مطالب