جرمني په برلين کې د برتانیا سفير احضار کړی

Image caption دغه ګام له هغه وروسته پورته کېږي چې له ۲۰۰۲ کال راهيسې د انګلا ميرکل خبرې اورېدل کېدې

د جرمني په پلازمېنه برلين کې د برتانيا سفير د بهرنيو چارو وزارت ته وروغوښتل شو چې د جاسوسۍ د ادعاو سپيناوى وکړي.

د برتانيا انډېپينډنټ ورځپاڼه وايي ښايي چې برلين کې د برتانيا سفارت د "مهمو پټو اورېدنو" يو مرکز يا څوکۍ وي.

ورځپاڼه د امريکا د استخباراتو د ملي ادارې د درز شويو يا ډاگېزه شويو سندونو له قوله وايي برتانيا کېداى شي هغه پرمختللي وسايل کارولي وي چې د سفارت د ودانۍ په چت کې ځاى پر ځاى کېږي.

برلين وايي دغه ډول کړنې له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده.

د برتانيا د لومړي وزير ډېويډ کاميرون يوه وياند وويل تر اوسه پورې هغه د جرمني له صدراعظمې سره د جاسوسۍ د ادعاو په اړه خبرې نه دي کړي.

دی وايي په دې برخه کې کوم ثبوت هم نشته، خو وايي دوى دواړه ډېر ښه اړيکي لري.

نوموړي پر امنيتي مسالو له څه ويلو ډډه وکړه، خو ټينگار يې دا و چې د برتانيا استخباراتي ادارې د پياوړو او روښانه قانوني جوړښتونو پر بنسټ فعاليت کوي.

د برتانيا د استخباراتو د جاسوسۍ په اړه دغه ادعاوې وروسته له هغه کېږي چې تردې مخکې دا په ډاگه شوه چې د امريکا د استخباراتو ملي ادارې د ٢٠٠٢ کال راهيسې د جرمني د صدراعظمې انگيلا مرکل ټيليفوني خبرې په پټه اورېدلې دي.

دې جړې د دواړو هېوادونو ترمنځ جدي دېپلوماتيک کړکيچ رامنځ ته کړ.

ورته مطالب