هند مريخ ته لومړنۍ فضايي سپوږمکۍ وتوغوله

Image caption دغه سپوږمکۍ چې وزن يې ۱.۳۵ ټنه اټکل شوی نن ماسپښين وتوغول شوه

هند مریخ ته د سفر لومړی ماموریت پیل کړ.

کله چې د بنګال په خلیج کې له فضايي مرکزه په دې موخه په ساینسي وسایلو بار سپوږمکۍ وتوغول شوه، د خلکو په چکچکو بدرګه شوه.

که دغه سپوږمکۍ له پلان سره سم پر مخ ولاړه شي د راتلونکي کال په سپتمبر میاشت کې به د مریخ پر مدار راوڅرخي.

سپوږمکۍ به پر دغې سیارې کې د ژوند د هغو نښو لټه وکړي، چې له ژوند تېرولو سره مرسته کولی شي.

که هند په دې کې بريالی شي، نو هند به یوازنی اسیايي هېواد شي چې مریخ ته د ۷۰ میلیونه ډالرو په مناسب قیمت بریالی ماموریت تر سره کړي.

خو کره کتونکي په دې باور دي، چې د مریخ دغه ماموریت به نوې لاسته راوړنې و نه لري.

دوی داسې انګېري چې دا د ساینسي موندنو پر ځای له چین سره د رقابت په موخه تر سره شوی دی.

دغه سپوږمکۍ چې وزن يې ۱.۳۵ ټنه اټکل شوی په ځايي وخت د ماسپښين دوه بجې او ۳۸ دقيقې له اندهرا پرديش نه فضا ته وتوغول شوه.

ځمکه له مريخ نه کابو ۴۰۰ ميليونه کيلومتره واټن لري او دغه فضايي بېړئ به د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر پر ۱۲مه د مريخ مدار ته ورسېږي.

د (منګل يان) په نوم دغه فضايي بېړۍ به د نومبر تر ۳۰ د ځمکې په مدار وي او له هغه وروسته په بنګلور کې د نصب شوي ريموټ سیستم پر مټ مريخ ته نهه مياشتنی سفر پيل کړي.

که دغه فضایي بېړۍ د مريخ مدار ته ورسېږي نو د هند فضايي اداره (اسرو) به له امريکا، روسيې او اروپايي ټولنې وروسته څلورمه فضايي اداره وي چې مريخ ته فضايي بېړۍ رسوي.

ورته مطالب